Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طرحي له بدلون سره د نوي کابل پر پروژې د کار پيل

د ښار جوړونې او ځمکو وزارت د نوي کابل د پروژې د طرحې له بدلون سره پر دغې پروژې کار پيل کړی دی .
 
د پنجشیر سیند څخه د اوبو لېږد پرځای د ژورو څاګانو کیندل د پروژې په پلان کې یو له دغو بدلونونو څخه دي.

د ښارجوړونې او ځمکو وزارت د مشرتابه په بدلون سره په ده سبز او باریک آب سیمو کې د کابل د نوي ښار جوړېدل د دغه وزارت په لومړیتوب کې راغلي دي.

دغه وزارت په لومړي ګام کې په دې پروژې پورې د اړوند ځمکو په تصفیې او تثبیت پیل کړی دی چې د دې پروژې پر وړاندې له اصلي خنډونو بلل کېږي.
 
د ښارجوړونې او ځمکو وزارت ویاند حشمت الله ناصري په دې اړه وویل:«د ښار جوړونې او ځمکو وزارت تخینکي ډلې د مالیک حق د چاڼ او تثبیت بهیر پیل کړی دی. هیله لرو چې د دغه بهیر له بشپړېدو او د دغه تفیصلي پلان له ترتیب او منظورۍ سره د دغې مهمې او حیاتي پروژې پلي کېدو ته زمینه برابره شي.»

خو د دې ستونزې د حل کېدو لپاره له هڅو سره همهاله؛ د ښار جوړونې او ځمکو وزارت د دې پروژې په طرحه کې بدلونونه راوستي دي چې د اوبو او برېښنا وزارت د پخواني مرستیال په وینا؛ یوه نه جبرانېدونکي ستونزه به رامنځته کړي.
 
د اوبو او برېښنا وزارت پخوانی مرستیال عبدالبصیر عظیمي په هکله وايي:«که چېرې د اوبو د کموالي کړکېچ او د هغه ډېرې شخړې چې د اوبو په برخه کې دي په پام کې ونه نیسو، د کابل ښار راتلوونکی ستر کړکېچ به د اوبو د کموالي کړکېچ به وي او د ځمکنیو اوبو پر ځای باید د کابل شاوخوا سطحي اوبو د مدیریت په هکله پاملرنه وشي او کابل ښار ته ولېږدول شي.»

د ښار جوړونې او ځمکو وزارت وایي چې د پنجشیر له سیند نه د اوبو د لېږد پرځای د ژورو څاګانو کېندل په دې برخه کې لښګتونه کموي.

خو د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره دا کار له ستونزو ډک بولي او وایي چې په آسانۍ او کم لګښت سره د صیاد له سیند نه د دې پروژې اوبه برابرېدلای شي.
 
د اوبو د تنظیم د چارو د ملي ادارې ویاند نظام خپلواک وویل:«د اوبو د چارو د تظمیم ادارې د معلوماتو له مخې د نوي کابل د پروژې په سیمه کې د ځمکنیو اوبو کچه ډېره ټېټه ده او دا اوبو د استفادې وړ نه دي.»    

د پوهنتون استاد نذیر احمد نجابي هم زیاتوي:«د نوي کابل په پروژه کې چې هر ډول بدلون راخي باید له مسلکي او اړوندو ادارو سره په هغمږۍ وي په ځانګړې توګه د اوبه چې د زاړه ښار یوه ستره او جدي ستونزه هم ده، هلته هم مخکنیو مطالعاتو ښودلې وه چې اوبه نشته او باید د پنجشېر له سند نه اوبه ولېږدول شي.»

په وروستیو کلونو کې د پلازمېنې د ترځمکې لاندې اوبو د کړکېچ له کمېدو سره؛ حکومت د ژورو څاګانو د کېندلو د مخنیوي او د دغو اوبو د بیا ډېرېدو لپاره پروګرامونه پیل کړي دي. خو د هغه څه له مخې چې د ښارجوړونې او ځمکو وزارت یې په پام کې لري، ټاکل شوې ده، د کابل په نوي ښار کې د درې مېلیون تنو د څښاک اوبه د ژورو څاګانو په کېندلو سره تامین شي.

شریک یي کړئ