Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د مالیه ورکوونکو پېژندنې لپاره د ځانګړي پروګرام نشتوالي اندېښنې

د مالي خدماتو د شرکتونو ټولنه وايي په دولتي ادارو کې د فساد او د مالیې د ورکړې د بهیر په اړه د مالوماتو د نشتوالي ترڅنګ په هېواد کې د شرکتونو او کسانو لخوا د فعالیت د جواز نه اخیستل له مالیې د تیښتې لامل دی.

د مالي خدماتو د شرکتونو ټولنې رییس، سراج الحق مراد وايي تر اوسمهال هېواد کې د باراز څېړنې او د مالیه ورکوونکو پېژندنې لپاره کوم پروګرام نشته:« ځيني عوامل چې یو یې جواز نه  اخیستل دي افغانستان کې شته، د فساد شتون سره د له مالیاتو تېښته. اکثرآ هڅه کوي چې که وکولی شي پرته له جوازه یو شمېر پروژې او عایداتي سرچینې پیدا کړي، نو جواز نه اخلي، خو اخر یې اخلي.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی، خانجان الکوزی زیاتوي:« د مالیې او سوداګرۍ وزارت ترمنځ اړیکې نشته. د سوداګرۍ وزارت چې د جواز ورکړې مسوولیت لري، هر څومره چې د جواز ورکړه اسانه کړي او د مالیې وزارت یې سخت کړي. دا په درد نخوري.»

له بلې خوا د مالیې وزارت ویاند وايي له کسانو او بنسټونو د مالیو په راټولولو کې جواز ورته معیار نه دی او دغه بنسټ په ټول هیواد کې له ټولو اقتصادي فعالیتونو مالیې اخلي.

د مالیې وزارت ویاند، شمروز خان مسجدي څرګندوي:« هېواد کې هر سوداګریز فعالیت چې که جواز ولري او که یې ونه لري، موږ مالیا ترې اخلو، د اشخاصو او بنسټونو، د مالیې لپاره جواز معیار نه دی او دوی له ټولو اقتصادي فعالیتونو په ټول هېواد کې مالیه ورکوي.»

اخوا د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرکزي ثبت او فکري مالکیت عمومي ریاست وايي دغه اداره یوازې د سوداګرو د جواز د ورکولو په برخه کې کار کوي.

شریک یي کړئ