Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملکي هوايي چلند ادارې عوایدو لوړوالی

د هېواد هوایي حریم نه د تېریدونکو الوتنو په زیاتیدو سره د افغانستان هوایي چلند ادارې عواید په منځنۍ کچه هر ورځ سل زره ډالر زیات شوي دي.

د هوایي چلند اداري رییس، محمدقاسم وفايي زاده دوشنبې(د مرغومې په ۳۰مه نېټه) وایي چې اوس مهال هر ورځ له څلور سوه زیاتي الوتکي د افغانستان فضایي حریم نه پرواز کوي.

نوموړی وایي که په سیمه کې وضعیت هم عادي شي نو یو شمېر شرکتونه به خپلې الوتنې د افغانستان نه فضا نه دوام ورکړي.

د افغانستان پر فصا الوتنې په وروستیو دولسو ورځو کې په ایران کې د یوې اوکراینۍ الوتکې له په نښه کېدو او د ډیریو الوتنو د لارو له بدلولو وروسته مخ پر زیاتېدو دي.

 د هوايي چلند ادارې چې لومړی یې د هېواد پرفضا نه د الوتنو د پنځه ویشت سلنې زیاتوالي خبرورکړی و، اوسمهال وایي چې دا الوتنې دیرش سلنه زیاتې شوي دي‎.

 دا اداره  له هرې الوتکې نه چې د افغانستان پر فضا تیریږي اووه سوه ډالره  عاید لري.

د ملکي هوایي چلند د ادارې رییس، محمد قاسم وفايي زاده زیاتوي:« د افغانستان هوايي ډګرونه معیاري نه دي او دا یوه لویه ستونزه  ده. هغه شرکتونه چې لېواله دي افغانستان ته راشي، د نړیوالو معیارونو نشتوالي له کبله، حد اقل چې دوی یې غواړي، نه راځي.»                

له بلې خوا د هېواد هوايي چلند ادارې مسوولین  د بېلابیلو هوايي شرکتونو او نړیوال لیږد رالیږد ټولنو لخوا په وروستیو دوو لسو ورځو کې باور د هېواد فضا نه د الوتکو تېرېدو او د عوایدو زیاتوالي لامل شوی.

د هېواد ملکي هوايي چلند ادارې رییس وايي چې له دې بدلون سره به هېواد کې د فضا د بهرنیو الوتکو د کارولو له کبله به غواید ۳۰میلیونو ډالرو ته ورسیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې د هېواد هوايي چلند اداره نه ده توانېدلې د عوایدو له پلوه خپلې ټاکل شوې موخې ته ورسیږي.

ټاکل شوې وه یاده اداره په ۱۳۹۸ کال کې لس میلیارډه افغانۍ عاید ولري، خو تر اوسه پورې ۷میلیارډه او ۲۳۸ میلیونه یې راټول کړي دي.

د ملکي هوايي چلند ادارې عوایدو لوړوالی

د هېواد له فضا د تېریدو لګښت اوسمهال ۷۰۰ ډالره ده او د روان زیږدیز کال د جولای میاشتې راهیسې به ۹۵۰ډالرو ته لوړه شي

شریک یي کړئ