Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د نړیوالې سوداګرۍ مرکز په افغانستان کې د ظرفیت لوړولو په لټه کې

د یوې ګډې خبرپاڼې پر بنسټ،د نړیوالې سوداګرۍ مرکز او اروپايي ټولنې نن(د لیندنۍ په ۹ مه)وویل چې د اروپايي ټولنې په سوداګرۍ پورې تړلې د مرستو یو نوښت د افغانستان لپاره پیل شوی دی چې د هغه موخه د سیمې په سوداګرۍ کې د هېواد د بهیر شاملول دي او د هېواد د سوداګرۍ د وړتیا د پیاوړتیا او له افغانستان او د سیمه‎ييزو شریکانو سره د اوږد مهالې سوداګرۍ د دوستانه چاپېریال د رامنځته کولو لپاره زمینه به برابره کړي.

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ، دغه پروژه به د درې کلونو په اوږدو کې ۴،۵ مېلیونه یورو لګښت ولري. او د اروپايي ټولنې له خوا به ورکول شي. دغه پروګرام په پام کې لري چې سوداګري،د اقتصادي ودې،د دندو رامنځته کولو،د بې وزلۍ د ورکونې او د سیمه‎ييزو همکاریو زیاتوالي د وسیلې په توګه استفاده کړي.

د نړیوال سوداګرۍ د مرکز رییسې مېرمن اراچا ګونزالیس په دې اړه وویل:«افغانستان چې د لرغونې ورېښمو لارې په زړه کې موقعیت لري،هغه هېواد شمېرل کېږي چې له سوداګرۍ سره تړلی شوی دی.دغه هېواد نه لاس خوړلو سرچینو څخه برخمن دی.د سمو پالیسو او میکانیزو په تطیبق سره موږ هیله لرو چې دغه هېواد وتوانېږي یو ځل بیا د نړیوالې سوداګرۍ په سیستم کې ځای پیدا کړي.»

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر فرانز میشېل سکولډمېلبن وايي:«اروپايي ټولنې باور لري چې افغانستان کولای شي له رامنځته شویو فرصتونو څخه ګټه واخلي چې په نړیوالې سوداګرۍ کې د هغه د پام وړ حضور او په پرمختللي سیمه‎ييزو سوداګرۍ کې ادغام له امله دی.دغه پروژه به مرسته وکړي چې د صادراتو د یوې ستراتېژۍ په طرحې او تطبیق کې ښه والی رامنځته شي.»

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا څرګنده کړه:«نړیواله سوداګري د اقتصادي ودې او د دندو په رامنځته کولو د تأمین لپاره یو حیاتي وسیله ده.سوداګرۍ زموږ د هېواد لپاره یوه وسیله ده ترڅو وکولای شو مرستو پورې له تړلوالې څخه وژغورل شو.»

د دغې خبرپاڼې پر بنسټ،د نړیوالې سوداګرۍ مرکز له خصوصي سکتور سره، د افغانستان غیر دولتي بنسټونه،اکادمیک بنسټونه او د مدني ټولنې بنسټونه به کار وکړي.

د نړیوالې سوداګرۍ مرکز،اروپايي ټولنې او افغان دولت، د یوې ګډې خبرپاڼې په خپرولو سره،په افغانستان کې د سوداګریزې وړتیا د لوړولو په هڅه کې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه