Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات او نوي ډیلي تر منځ د هوايي دهلېز له لارې د الوتنو پیل

د هرات ولایت او نوي ډیلي ترمنځ د هوايي دهلېز له لارې اولوتنې د دوشنبې په ورځ (د کب په ۲۰ مه) پيل شوې او د افغانستان د سوداګریزو توکو لومړنۍ چوپه له دې لارې هند ته واستوله.

د سوداګرۍ او صنعت وزارت سرپرست اجمل احمدي وايي چې یو نیم ټن صادراتي توکي چې وچه مېوه او زعفران په کې شامل دي په لومړۍ الوتنه کې هند ته صادر شول.

تمه کېږي چې په نورو الوتنو کې هند ته تر دې زیات صادراتي توکي صادر شي.

په ورته وخت کې، د هرات سرکونسل کومار ګورف چې د هرات - نوي ډیلي ترمنځ هوايي دهلېز په پرانیستغونډه کې ګډون کړی و، وویل چې د هند په بازارونو کې افغاني سوداګریزو توکو ته تقاضا ډېره ده.

هغه زیاته کړه:«هند یو ډېر ستر بازار دی او زه ډاډه یم که‎چېرې د هرات زعفران یو ځل هند ته ورسېږي، له هغې وروسته د ډېرې تقاضا له امله تاسې به هند ته د صادرولو لپاره زعفران ونه لرئ.»

د هرات ځايي چارواکي وایي چې هند ته د دغه ولایت له هوايي دهلېز نه د الوتنو په پیلېدو سره به پر وچې مېوې او زعفرانو سربېره د هرات نور کرنیز او صنعتي تولیدات هم صادر کړای شي.

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي څرګنده کړه:«د دغه دهلیز له پرانیستو سره، له هرات څخه به صادرات وده وکړي او دا ګام کولای شي، د هرات سوداګریز چاپېریال ښه کړي. موږ غواړو له دې وروسته په دوامداره توګه صادرات ولرو.»

د هرات د سوداګرۍ خونې مسوولان وایي چې دغه ولایت د صادراتو په برخه کې لوړ ظرفیتونه لري او باید نورو هېوادونو ته د دغو توکو د صادراتو لاره هواره شي. 

د هېواد د هوایي دهلېزونو د کار له پېل راهیسې بېلابېلو هېوادونو ته په ۴۷۷ الوتنو کې څه باندې ۶۰۰ زره ټنه صادراتي توکي صادر شوي دي. اوس د هرات او نوي ډیلي تر منځ د هوایي دهلېز په فعالېدو سره تمه کېږي چې د هېواد د صادراتو کچه زیاته شي.

د هېواد د هوایي دهلېزونو د کار له پېل راهیسې بېلابېلو هېوادونو ته په ۴۷۷ الوتنو کې څه باندې ۶۰۰ زره ټنه صادراتي توکي صادر شوي دي.

شریک یي کړئ