Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات د کانونو ریاست عواید ۵۰سلنه کم شوي

د هرات ولایت د کانونو رئیس، عبدالجمیل الیاسي د سې‎شنبې پر ورځ( د کب۳مه)وویل چې له دوو کلونو راهیسې په نړیوالو بازارونو کې د نیمه پروسس توکو په ځانګړي توګه د مرمر ډبرو د صادراتو کچه د پام وړ کمه شوې ده او دې کار د یادې ادارې عواید ۵۰ سلنه کم کړي دي.

په ۱۳۹۳ کال کې او تر هغه وړاندې کلونو کې د هرات ولایت د کانونو ریاست عواید نېږدې۱۰۷ ملیونه افغانۍ وو؛ دا هغه پېسې وي چې تر ډېره د ډبرو په تېره بیا د مرمر ډبرو له استخراج نه د کانونو وزارت حساب ته تلې؛ خو په تېرو دوو کلونو کې د دغه بنسټ عواید په کال  له ۴۷ ملیون افغانۍ کم وو چې دا د هرات د کانونو د عوایدو ۵۰ سلنه کموالی ښيي.

ښاغلي الیاسي وويل:«په هرات کې د ډېرو کانونو په درلودو سره، خو اوس مو یوازې په کاڼو پام کړی دی او د نورو کانونو د ویستنې لپاره ګټور کار نه دی شوی او دا لامل شوی چې موږ ښه عواید ترلاسه نکړو.»

که څه هم له هېواد څخه بهر ته د ناپروسس شویو مرمر ډبرو صادرات د ولسمشر د حکم له مخې بند شوي دي؛ خو داسې رپوټونه شته چې په میاشت کې د مرمر ډبرو لسګونه موټر له غیر قانوني لارو ایران ته قاچاق کیږي.

د هرات د کانونو رییس وايي چې له هېواد نه بهر ته د هرات د نا پروسس شویو ډبرو د صادراتو مخنیوی؛ د دې ادارې د عوایدو د کمېدو اصلي لامل دی او اوس مهال اړ دي چې د هرات مرمر ډبرې لومړۍ پروسس او روسته نړیوالو بازارونو ته ولیږدوي.

ښاغلی الیاسي وړاندې وايي:«دوه کاله کېږي چې موږ نا پروسس شوې کاڼو ته له هېواد څخه بهر اجازه نه ورکوو او یو شمېر کارخونې هم په دې هڅه کې دي چې د کاڼو د پروسس سمبالې کارخونې جوړې کړي او پروسس شوي کاڼي صادر کړي.»

هرات د لیتویم، ګرانبیه ډبرو، تیلو، ګازو، د ډبرو د سکرو او داسې نور کانونه لري، خو حکومت د ډبرو او د ډبرو د سکرو کانونو ته لاسری نه لري او دغه کانونه په لومړنیو او غیرمعیاري ډول را اېستل کیږي.

د هرات د والي ویاند، جیلاني فرهاد څرګندوي:«اوس هم آسانتیاوې شته او هم ظرفیت شته، او هرات د کانونو ویستنې لپاره مناسب بستر دی چې د کانونو او پطرولیم وزارت دا موکې په کار واچوي.»

که څه هم د ملي یوالي حکومت د دغه ولایت له  خلکو سره د کانونو د استخراج او ددغو کانونو د په کار اچونې ژمنه کړې وه؛ خو تر اوسه په دې تړاو عملي کار نه دی شوی.

که څه هم له هېواد څخه بهر ته د ناپروسس شویو مرمر ډبرو صادرات د ولسمشر د حکم له مخې بند شوي دي؛ خو داسې رپوټونه شته چې په میاشت کې د مرمر ډبرو لسګونه موټر له غیر قانوني لارو ایران ته قاچاق کیږي

شریک یي کړئ