Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هرات ګمرک مرستیال: د دغه ګمرک ۳۰ سلنه عواید د زورواکو جېب ته ځي

د هرات د ګمرک مرستیال جاوېد صمیم مني چې د دغه ګمرک ۳۰ سلنه عواید د زورواکو له خوا تالاترغۍ کېږي.

د ښاغلي صمیم په وینا، د حکومت لوړ پوړي چارواکي هم د دغو زورواکو په منځ کې دي چې د هغه په وینا چې حتا توکي په زور او له هر ډول پړاونو له کچ کولو پرته له دغه ګمرک څخه بهر کوي.

هغه زیاتوي چې شونې ده تېر کال، د دغه ګمرک شپږ مېلیارده افغانۍ عواید جېب ته کړل شوي وي:«د هرات په ګمرک کې د عوایدو په کموالي زورواکي لاس لري او دغه زورواکي کولای شي په ټولو کچو کې وي... له بدغه مرغه د اسلام کلا په ګمرک کې کابو ۲۰ تر ۳۰ سلنه عواید له لاسه ورکوو.»

په ولسي جرګې کې د هرات د خلکو استازي وايي د دغه ولایت د ګمرکي عوایدو په مالي فساد کې د مالیې وزارت لوړ پوړي چارواکي او د هرات سیمه ییز مسوولین شریک دي.

په ولسي جرګه کې د هرات استازی حبیب الرحمان پدرام په دې اړه وویل:«په پلازمېنه کې د مالیې وزارت لوړپوړي چارواکي او ځینې ولایتي مسوولین په ولایت کې له بدغه مرغه د ګمرک په غلاوو کې لاس لري او دا اوږده سلسله لري.»

د ولسي جرګې د مالي او بودیجې کمېسیون منشي سید عظیم کبرزاني هم وايي:«هغه بودیجه چې راتلوونکي کال ته یې وړاندوینه شوې ۴۱۶ مېلیارده افغانۍ له کورنیو عوایدو او نړیوالو مرستو - چې ۲۰۸ مېلیارد یې له کورنیو عوایدو څخه دي او دا یو ډېر ستر شمېر دی؛ که چېرې موږ وکړای شو خپل هدف پورهک ړو او لازمه بودیجه په پام کې ونیسو، هم زموږ په عادي او همدارنګه زموږ په پاراختیايي بودیجې منفي اغېزه کوي.»

له دې سره سم، د هرات سیمه ییز مسوولین هم د دغه ولایت د ګمرکي عوایدو په مالي فساد کې د حکومتي کارکوونکو لاس لرل نه ردوي.

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي څرګندوي:«موږ په هرات کې څو سترې ستونزې لرو؛ زموږ یوه لویه ستونزه د ګمرک، د ګمرک د عوایدو تنظیم او همدارنګه هغه ظرفیت چې د عوایدو لپاره لري له بده مرغه په دغه ګمرک کې له هغو ټولو استفاده نه کېږي.»

په ۱۳۹۸ مالي کال کې د هرات ګمرک عوایدو ۱۴ مېلیارده افغانۍ کسر درلوده. دغه ګمرک په همدې کال کې د ۳۲ مېلیارده افغانیو د راټولولو هدف درلود؛ خو یوازې ۱۸ مېلیارده افغانۍ عواید یې راټول کړي و. 

په روان مالي کال کې د هرات ګمرک د عوایدو د ترلاسه کولو لپاره ۲۱ مېلیارده افغانۍ موخه ټاکل شوې چې تېرکال ته په کتو ۱۱ مېلیارده کموالی ښيي او هغه ډول چې د دغه کمېسیون مسوولین وايي له مالیاتو تېښته او مالي فساد هغه لاملونه دي چې یادې موخې ته رسېدل یې ستونزمن کړي دي.

د شمېرو له مخکې په ۱۳۹۸ مالي کال کې د هرات ګمرک عوایدو ۱۴ مېلیارده افغانۍ کسر درلوده.

شریک یي کړئ