Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هلمند بُست تصدۍ د کارونو درېدل؛ پنبه دانې پاکستان کې پروسس کېږي

د هلمند د بُست تصدۍ د کارونو د درېدو له امله، هغه پنبه دانې چې په دغه ولایت کې تولیدېږي د پروسس لپاره پاکستان ته لېږدول کېږي.

د دغې تصدۍ چارواکي وايي چې له ۱۳۹۳ لمریز کال راهیسې د بودیجې د نشتون له امله د دغې تصدۍ کارونه درول شوي دي او د هغه په لړ کې، په سلګونه تنه بې کاره شوي دي.

د هلمند پنبه دانې، اوس کندهار ولایت ته لېږدول کېږي او وروسته بیا پاکستان ته استول کېږي چې پروسس شي. دا په داسې حال کې ده چې پنځه کاله مخکې، د هلمند پنبه دانې د بُست په تصدۍ کې پروسس کېدې.

د هلمند د بُست تصدۍ د کارخونې سرپرست عبدالباقي په دې اړه وویل:«دغه تصدۍ کابو دوه کاله مخکې د ولسمشر له خوا ژمنه وشوه چې بېرته فعالېږي، اوس په تمه یوو چې دغه حکم عملي شي.»

سوداګر فیض الله هم په دې اړه وايي:«دا څرګنده ده که چېرې موږ دلته کارخونه او امکانات ولرو، اړتیا نشته چې دا پنبه دانه د پروسس لپاره پاکستان ته ولېږدوو.»

دم کړۍ د هلمند بُست تصدۍ، ۱۶۶ کارکوونکي لري. دغه کارکوونکي وايي چې د دغې کارخونې ټول ماشینونه فعال دي، خو د بودیجې نشتون له امله نه شي کولای له دغو امکاناتو کار واخلي.

د دغې تصدۍ یو تن کارکوونکی وزیر خان په دې اړه وايي:«پخوا دلته څه باندې زر تنه په کار بوخت وو؛ پنبه دانې به یې راوړلې، پروسس کولې او لېږدولې.»

دا په داسې حال کې ده چې کابو دوه کاله مخکې، ولسمشر غني ژمنه کړې وه چې د هلمند د بُست د تصدۍ د بیا فعالولو لپاره درې مېلیونه افغانۍ ځانګړې کړل شوې دي.

د هلمند والي یاسین خان وايي چې د دغې تصدۍ د بیا فعالولو طرحه ولسمشر منظور کړې ده:«تېر کال موږ طرحه وسپارله او د ولسمشر لخوا منظور شوه او اوس د پنبه دانې د موسوم د پیل په درشل کې یوو، له موږ سره د درې مېلیونه افغانیو ژمنه شوې ده او انشاالله دا پیسې موږ ته رسېږي.»

د بُست تصدۍ کابو پنځوس کاله مخکې په هملند ولایت کې جوړه شوه. په دغې کارخونې کې د پنبه دانې له پروسس سره غوړ، پنبه او صابون تولېدېږي.

شریک یي کړئ