Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هندوانې د صادراتو سربېره لا هم په بازارونو کې د هغې ټیټه بیه

د سوداګرۍ او صنعت وزارت وايي چې د افغانستان د هندوانې د صادرانو لومړنۍ چوپه اذربایجان ته ورسېده. په دغې چوپه کې ۴۰ ټنه هندوانه تېره اوونۍ له افغانستانه د اذربایجان په لور روانه شوې وه. 

حکومت له هغې وروسته نورو هېوادونو ته د هندوانې د صادراتو پرېکړه وکړه چې د دغې خوږې مېوې بیه د افغانستان په ځينو ښارونو کې تر یوې افغانۍ راټیټه شوه.

ولسمشر هم حکم کړی چې هندوانه دې د قول اردوګانو د خوړو نوملړ کې دې اضافه شي او صنعت او سوداګرۍ وزارت بیا د نږدې ۴۰ ټنو په کچه هندوانې اذربایجانې ته صادرې کړې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال اجمل حمید عبدالرحیم‌زی وايي:«زموږ کاروان نن اذربایجان ته ورسېد او افغان حکومت د دې لپاره چې دا کاروان تر موخې ورسېږي، له خصوصي سکټور سره یې مالي مرسته هم کړې ده.»

له هغې وروسته چې د هندوانې د کمې بیې په اړه خبرونه خپاره شول، په بېلابېلو ولایتونو کې له دغې مېوې د استفادې ځينې کمپیانونه پیل شول.

کابل پوهنتون د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه هغو زده‌‎کوونکو لپاره چې د کانکور د وروستۍ ورځې ګډونوال و، د هندوانې مېلمستیا جوړه کړې وه.

د کابل پوهنتون ريیس حمیدالله فاروقي څرګنده کړه:«خوړلو، خوراکي توکو، کرنیزو د تولیداتو لپاره، دننه په ملي اقتصاد کې او له هغې بهر، اړتیا شته. هغه ننګونې چې په دې برخه کې دي، زموږ ټولو مسوولیت دی څو هغه له‎منځه یوسو.»

خو داسې کمپاینونه بیا داسې مهال چې په ورځني ډول لږ تر لږه سل ټنه هندوانه دې بازار ته راوړل کېږي او د هېواد نورو برخو کې یې بیا صادارتو ته اړتیا نه شته، هومره ګټور نه برېښي.

نږدې دوه میاشت وړاندې له ایران څخه افغانستان ته وارد شوې هندوانه من په ۴۰۰ افغانۍ پلورل کېده، خو اوس د هېواد هندوانه په څلوېښت افغانۍ ده.

سوداګر حبیب‎الرحمان په دې اړه وویل:«په نیمروز کې هندوانه من په ۱۲ افغانۍ ده؛ ۴۶ افغانۍ(پر هر یوه من) د لارې لګښت پرې راځي هغه هم د دغه بازار له لګښت، کمېشن او جوالي له پیسو پرته، خو پلورل کېږي په ۴۰ افغانۍ»

بلخو د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې د دغې ستونزې لپاره باید کورنۍ حل لار پیدا شي. 

د سوداګرۍ او صنایعو خونې سرپرست خان‌جان الکوزی زیاتوي:«په پاکستان کې پر هندوانې ۲۰۰ سلنه تعرفه لري، هندوستان هم ۱۵۰، تاجکستان او ازبکستان هم ۲۰۰ سلنه، اذربایجان ته مو چې هم واستوله موږ ته ګرانه پرېوده. موږ د هندوانی لپاره باید دننه چاره پيدا کړو.»

له فراه پرته، هلمند، نیمروز، کندز او ننګرهار کې هم زیاته هندوانه کرل شوې ده. د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، هېواد کې بڼ والي او کرونده له کوم پروګرام پرته روانه ده او له همدې کبله د خپل هېواد تولید له دې کبله چې سم بازار ورته نه وي، له دې ډول برخلیک سره مخ کېږي.

ولسمشر هم حکم کړی چې هندوانه دې د قول اردوګانو د خوړو نوملړ کې دې اضافه شي.

شریک یي کړئ