د اوبو او بریښنا وزیر، علي احمد عثماني وایي د هېواد د اوبو کابو کولو د پروژو د کار دچټکتیا په موخه به د غه وزارت د اوبیزو حوزو په مدیریت کې اړین اصلاحات راولي.
نوموړی له طلوع نیوز سره په ځانګړو خبرو کې وویل چې اړتیا ده د هېواد داوبو کابو کولو پروژې ساده، خو د مدیریت کولو وړتیا لوړه شي.
د ا وبو او بریښنا وزیر هېواد کې د بندو پر جوړیدو په تړاو وایي، دغه وزارت د هېواد روانو اوبو مدیریت په برخه کې پياوړي پروګرامونه په پام کې لري.
ښاغلی عثماني زیاتوي:«موږ د پروژو ښهوالي په موخه کار په درېیو برخو کې پیل کړی دی، د حوزو مدیرانو سره مو کار له مخکې پیل کړی دی او شرکتونو ته د پروژو آسانه کولو په موخه د هوکړې چارې زموږ په پلان کې دي.»
بلخوا د اقتصادي چارو یو شمېر کار پوهان له حکومته غواړي هېواد کې د بندونو جوړولو په برخه کې اړتیا ده چې د اوبو په برخه کې د حکومت سیاست روښانه او پياوړی وی.
د اقتصادي چارو کارپوه، آذرخش حافظي څرګندوي:«حکومت باید زموږ د روانو اوبو حالت ښهوالي په موخه لوی پروګرامونه ولري او دا پروګرامونه د هېواد اوبو سیاست کې پلې کړي، تر څو هېواد کې د اوبو مدیریت پیاوړی سیاست ونلرو، ستونزې به هوارې نشي.»
د ملي یوالي حکومت د کار په پيل سره په هیواد کې ۲۵ بندونو د رغونې چارې طرحه شوې، خو اوس لیدل کیږي چې له ډلې یې ځینو هیڅ کار نه دی پيل شوی.