Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت د لاسي صنایعو نندارتون

د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت د اطلاعاتو او کلتور وزارت کابل کې د ښځو د لاسي صنایعو نندارتون جوړ کړ.

د ښځو د لاسي صنایعو په نندارتون کې چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت په مرسته د کابل په تیمور شاهي پارک کې جوړشوی دی د هېواد له ګوټ ګوټ نه سوداګرې مېرمنې راټولې شوي او په پنځوسو هټیو کې یې خپل محصولات نندارې ته اېښي دي.

 د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی د بازار موندنې رییس محمد رامین عتیق زاده وویل:«د هېواد د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په مناسبت دا نندارتون جوړ شوی او د درې ورځو لپاره به دوام ولري.»

اخوا د دغه نندارتون یو شمېر ګډونوال د توکو د پلور لپاره د بازار نشتوالي ته په پام سره له حکومته غواړي چې په هېواد کې د سوداګرو او پلورونکو مېرمنو لپاره ځانګړي دایمي بازارونه جوړ کړي.

سوداګره نرګس وايي:«د پلور بازار نشته، په برخه کې ستونزې لرو. د دغه نندارتون یو لامل دا دی چې موږ وکړای شو د خپلو صنایعو لپاره پلورونکي پيدا کړو.»

بله سوداګره پروین اشرفي هم زیاتوي:«دولت له موږ ملاتړ کوي. موږ ته سهولتونه په پام کې نیولي څو موږ وکړای شو په ویاړ توګه نندارتونونه جوړ کړو.»

په آسانه شرایطو سره د پورونو نشتوالی د سوداګرو مېرمنو د کار پر وړاندې د لسګونو ستونزو تر څنګ یوه بله ننګونه ده.

 یو شمېر سوداګرې مېرمنې وایي چې که یې د حکومت له لوري ملاتړ وشي د خپلو کورنیو د اقتصاد په پیاوړي کولو کې مهم رول لرلای شي.

ټاکل شوې ده چې حکومت د زمري اته وشتمه چې د هېواد د خپلواکۍ له سلمې کلیزې سره برابره ده، له ځانګړو مراسمو سره ولمانځي.

شریک یي کړئ