د هېواد په شمال بغلان، کندز او بلخ کې مخابراتي شبکو ته کابو یو میلیون ډالره زیان اوښتی دی.
یو شمېر سرچینې (یکشنبې د تلې په ۷مه نېټه) وايي چې طالبانو په بغلان ولایت کې د دوو مخابراتي شبکو مرکزونو ته په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اور اچولی دی.
سرچینه زیاتوي چې په بغلان کې د مخابراتي شبکو د زیانمنېدو له کبله په کندز او بلخ کې یې فعالیتونه اغېزمن شوي دي.
مخکې له دې طالبانو مخابراتي شرکتونو ته ګواښ کړی وو چې په یو شمېر سیمو کې خپل فعالیت بند کړي.