Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملي دسترخوان پروګرام به تر راتلونکو ۲۰ ورځو پيل شي

ټاکل شوې ده چې تر راتلونکو کابو ۲۰ ورځو به د وچې ډوډۍ د وېش ځای ناستی پروګرام (ملي دسترخوان ) عملي شي.

د غنمو او وچې ډوډۍ له وېش وروسته، د افغان حکومت درېیم پروګرام چې له هغو کورنیو د ملاتړ لپاره چې په وروستیو میاشتو کې په هېواد کې د کورونا ویروس د خپرېدو او اقتصادي ننګونو له امله زیانمن شوي، ترسره کېدونکې ده.

د ولسمشر لومړي مرستیال دفتر چې د دغه پروګرام د تنظیم مسوولیت لري وايي هغه اطلاعات چې ترلاسه شوي د دې ښودنه کوي چې دا پروګرام به له تېرو پروګرامونو ډېر ستر وي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال د مطبوعاتو او اړیکو رییس رضوان مراد وايي:«افغان حکومت له نړیوال بانک او نورو اړوندو ادارو سره په دې برخه کې کار کوي.»    

د ولسمشرۍ ماڼۍ د لومړي معاونیت دفتر وايي، لا تر اوسه د دغه پروګرام لګښت او د هغو خوراکي توکوي نوعیت او اندازه چې ټاکل شوې ووېشل شي، نه دي مشخص شوي؛ خو ولسمشر غني همدا څو ورځې مخکې اعلان وکړ چې، دغه پروګرام به ۳۰۰ مېلیونه ډالره لګښت ولري.

د کابل ښاروال داوود سلطانزودی وویل:«تراوسه وروستۍ پرېکړه نه ده نیول شوې چې دا دې په څه بڼه وي او څوک د هغه تنظیموي.»

د البېروني په نامه یو څېړنیز بنسټ د دغه ډول پروګرامونو عملي کول ډېر لګښت لرونکی او له بې نظیمو ډک بولي او وايي چې، افغان حکومت باید د افغانستان بانک او نورو مالي بنسټونو په همکارۍ د نورو هېوادونو په څېر کورنیو ته نغدې پیسې ورکړې وای.

د البېروني ټولنې رییس نذیر کبیري څرګندوي:«نړیوالې اقتصادي څېړنې ښيي چې بې وزلو ته د خوړ د وېش پروګرام په وړاندې د نغدي پیسو د وېش پروګرامونه په ځلونو اسان، مناسب او راڼه ترسره کېدای شي.»

د خوراکي کڅوړو د وېش پروګرام په داسې حال کې پیلېدونکی دی چې، لا تر اوسه هم د وچې ډوډۍ د وېشنې په پروګرام کې د لګول شویو دوه مېلیارده او ۲۱۸ مېلیونه افغانیو په اړه بشپړ راپور نه دی وړاندې شوی.

مقام‌ها می‌گویند که در چارچوب این برنامه برای نزدیک به سی میلیون تن از جمعیت کشور بسته های خوراکی توزیع خواهد شد.

شریک یي کړئ