Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټاپي غازو د نل لیکې د انجنیرۍ ډیزاین تړون لاسلیک شو

په افغانستان کې د ټاپي نل لیکې د انجنیرۍ ډیزاین تړون نن د افغان ګازو تصدۍ او د الماني«ای ال اېف» شرکت تر منځ لاسلیک شو.

د کانونو د وزارت سرپرست وايي چې له یوه کال څخه وروسته او د ډیزاین،د امنیت د مدیریت تنظیم،د استملاک د مسیر سروې او همدارنګه د تړونونو وروستي کول،د ټاپي د غازو پروژې د نل لیکې عملي جوړول چې درې کاله وخت به ونیسي پیل شي.

په ارګ کې په دې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د اجرائیه ریاست دویم مرستیال حاجي محمد محقق، د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار، د جمهوري ریاست یو شمېر سلاکارانو او د کابینې غړو او په افغانستان کې د ترکمنستان، هند او د پاکستان استوګن سفیرانواو د ټاپي لمټډ شرکت عامل رییس هم حضور درلود.

په پیل کې د زیربنا په چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار ډاکټر محمد همایون قیومي د وینا پرمهال وویل، د  خوښۍ ځای دی چې د دغې ملي او سیمه ییزه پروژې د بشپړتیا په برخه کې یو مهم ګام اخلواو په افغانستان کې د ټاپي پروژې د کار د پیل د برخې هوکړه لیک لاسلیکوو.

ډاکټر محمد همایون قیومي وویل:« دا پروژه یوازې د ګازو نل لیکه نه ده، بلکې د نوري فایبرد لېږد لپاره یو اقتصادي دهلېز دی چې ترکمنستان، افغانستان، هند او پاکستان سره نښلوي او همدارنګه دغه هېوادونه له اروپا سره نښلوي.»  

ښاغلي قیومي له ولسمشر غني او همدارنګه د ترکمنستان له ولسمشر څخه په مننې چې د افغانستان د پرمختګ او ثبات په نیت یې ټاپي پروژه پرانیستله وویل، ټاپي د هغو ولایتونو اوسېدونکو ته چې دا پروژه ورڅخه تېرېږي د کار زمینه برابروي.  هغه زیاته کړه،  نن د ټولو افغانانو لپاره د ویاړ ورځ ده چې د ولسمشر غني د لیدلوري له برکته نن د دې لویې پروژې د بشپړتیا لپاره یو ستر ګام اخلو.

د کانونو او پترولیم وزارت سرپرستې غزال حبیب یار دغو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل چې ټاپي پروژه په دوه پړاونو کې بشپړېږي، د افغانستان او د سیمې هېوادونولپاره د ثبات د تامین، د انرژۍ د تمویل او له اقتصادي او اجتماعي پلوه زیات ارزښت لري.

اغلې حبیب یار وویل:«د ګازو د نل لیکې پروژې لومړی پړاو د  پروژې د امنیت تنظیم،  موافقتنامې، د پروژې طرحه او ډیزاین، د پروژې محیط زیستي او اجتماعي مطالعات، ماین پاکي، د ګازو نل لیکې د مسیر دجزئیاتو سروې او د ځمکې د استملاک سروې ده چې په یو کال کې به بشپړ شي.»

هغې څرګنده کړه، د ټاپي پروژې  دویم پړاو چې بشپړول به یې درې کاله وخت ونیسي په اساسي توګه د پروژې عملي تطبیق دی.

هغې زیاته کړه، ټاپي د ګازو نل لیکه چې ۱۷۳۵کیلو متره اوږدوالی او په کال کې د ۳۳مېلیارد متر مکعب ګاز د انتقال ظرفیت لري، له ترکمنستان څخه پیل د هرات، فراه، هلمند، نیمروز او سپین بولدک له لارې پاکستان او هندوستان ته غځېږي. 

د کانونو او پترولیم سرپرستې وزیرې څرګنده کړه،  افغانستان به د ټاپي ګازو نل لیکې له لارې د کال ۴۰۰ مېلیون ډالر د ګازو ټرانزیت ترلاسه کړي.

افغانستان به د منځنۍ اسیا د ټرانزیت په مرکز بدل کړي او د افغانستان لپاره به مهم اقتصادي دهلیز وي، ځکه د ټاپي مسیر کې ځینې نورې پروژې لکه د برېښنا لېږد، د اورګاډي کرښې جوړول اود صنعتي پارکونو تاسیس ، د نوري فایبر انتقال او نورهم په پام کې دي.

هغې زیاته کړه، د افغانستان حکومت د ټاپي د ګازو نل لیکې پروژې تطبیق د تیاري لپاره له هغو اړوندو وزارتونو او ادارو سره چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د پروژې تطبیق کې شامل دي بحثونه پیل کړي دي.

د ټاپي لمټډ شرکت عامل رئیس محمد مراد امانوف دغو مراسمو ته د وینا پرمهال د ټاپي پروژې د کار پرمختګ زمینې برابرولو په هکله د ولسمشر له پاملرنې مننه وکړه وې ویل، ټاپي پروژه د ترکمنستان ولسمشر ته هم ځانګړی ارزښت لري.

هغه زیاته کړه، ټاپي پروژه د سیمې له لویو پروژو څخه یو مهم اقتصادي دهلیز دی چې په بېلابېلو برخو کې به د اقتصادي ودې او ټولنیز ثبات لامل شي.

ښاغلي امانوف څرګنده کړه، د ټاپي پروژې مقدماتي کارونه او انجنیري اسناد ترسره شوي او په دې پروژه کې دخیل هېوادونه په ځانګړي ډول ترکمنستان د دې پروژې تطبیق او بشپړولو ته ژمن دي.

هغه همدارنګه وویل، ډېرو ملي او بین المللي شرکتونو د ټاپي پروژې د تطبیق په برخه کې د ونډې لپاره لېوالتیا ښودلې. مراد امانوف زیاته کړه، د ټاپي پروژې موخه دا ده چې د ترکمنستان ۳۳ مېلیارد مترمکعب ګاز له ترکمنستان څخه افغانستان او د پاکستان له لارې هند ته انتقال شي.

هغه څرګنده کړه، د ټاپي پروژې مالي برخه کې د مشورې په حال کې یوو چې هر اړخیزې ارزونې ترسره او راتلونکې ستونزې پیش بیني شي. امانوف زیاته کړه، د دې پروژې د ښېګڼو په اړه دې د خلکو پوهاوی زیات شي تر څو ټول د دې په ارزښت پوه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه