د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې ټاکل شوې ده له درې میاشتو په کمه موده کې یعنې د راتلونکي زیږدیز کال تر جنورۍ به د «ټاپي» پروژې په چوکاټ کې د ترکمنستان د غازو نللیکه هرات ته راورسېږي.
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند عبدالقدیر مصطفي ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د دغې پروژې کارونه، د مهال وېش او د لارې د نقشې له مخې پر مخ ځي.
هغه زیاته کړه چې په افغانستان کې د دغې پروژې د پیل لپاره لومړني کارونه پیل شوي دي.
ښاغلي مصطفي په دې اړه څرګنده کړه:«کله چې دغه نللیکه د هرات پولې ته ورسېږي، افغانستان په څو مهمو برخو کې خپل کارونه پیل وي.لومړی ځمکني او هوايي مسلکي څېړنې ترسره کوي او مهمه دا ده له هغې لارې چې دغه نللیکه تېږي باید د ماین له وجوده پاکه شي.»
له بلخوا د اقتصادي چارو کارپوهان د «ټاپي» پروژې د عملي کېدو لپاره د حکومت اقدامات او پروګرامونه تراوسه هم سست بولي او وايي چې د دغې نللیکه ډېره برخه په افغانستان کې غځول کېږي او د هغه د عملي کېدو لپاره حکومت باید خپل پروګرامونه ګړندي کړي.
د اقتصادي چارو کارپوه عبدالواسع حیدري په دې اړه وویل:«ویل شوي وو چې په ۲۰۱۷ کال کې به ګټې اخیستو ته وسپارل شي او اوس وايي چې په ۲۰۲۰ کې. خو له څرنګه چې د حکومت اقدامات ښيي تر ۲۰۲۰ زیږدیز کال پورې هم شونې نه ده.»
د کانونو او پټرولیم وزارت وايي چې دمګړۍ هېوادوالو ته په ځانګړې توګه هغوی ولایتونو اوسېدونکو ته چې دغه نللیکه له هغه ځایه تېرېږي د خبرتیا او پوهاوي په حال کې دي.
د ټاپي پروژه چې د هغه پر نبسټ د ترکمنستان غاز د یو زره او ۸۱۴ کیلومټره په اوږدوالي نللیکه کې له ترکمنستان څخه افغانستان، پاکستان او هند ته رسېږي، د دغې پروژې له ګټې سپارلو سره، له دغې نللیکې څخه د هېواد د اړتیا وړ غازو د پېرلو سربېره، افغانستان د کال کابو ۵ مېلیونه ډالره د ټرانزیټ حق به هم ترلاسه کوي.