Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پلازمېنې له واټونو د «ناقانونه» لیکدړو او بېلبورډونو لرې کول

د کابل ښاروالۍ د سې شنبې په ورځ (د وږي په ۱۸مه) د پلازمېنې پر واټونو د ناقانونه لیکدړو (لوحو) او بېلبورډونو د لرې کولو خبر ورکړ.

دغه بنسټ وايي چې د ښاري خدمتونو محصولات د قانون او د اعلانانو قانون د ۱۴مادې پر بنسټ، کوچنۍ او سترې لیکدړې چې په ناقانونه توګه د ښار په منځ کې لګول شوې دي، لرې کړای به شي.

ورته مهال د کابل ښاروالۍ وايي چې په خپل سرې توګه د لوحو لګول، له یوې خوا یې د ښار څېره بدله کړې او له بلخوا حکومت ته د دغو لوحو له درکه د سلګونو مېلیونو د تالاترغۍ لامل شوی دی.

څه باندې یو کال کېږي چې شمس نجفي د کابل د شپږمې ناحیې رییس دی. نوموړي د دوشنبې پر سهار ځينې هغه لیک دړې او تبلیغاتي بېلبورډونه چې په خپل سر او نامنظم ډول د دې ناحیې په واټونو کې لګول شوي؛ لرې کوي.

د کابل د شپږمې ناحیې رییس شمس نجفي:«بېلبورډونه او اعلانونه د ښاروالۍ د عوایدو د سرچینو برخه ده. نو پر دې بنسټ موږ هره ورځ بېلبورډونه راغونډوو. له بده مرغه د ښار په کچه ناقانونه بېلبورډونه چې په خپل سري توګه لګول شوي دي ډېر زیات دي.»

کابل ښاروالۍ وایي چې ځينې بنسټونو او شرکتونو په ناقانونه توګه د دغو لیک دړو په لګولو سره، د سلګونه مېلیونه افغانیو په ارزښت د حکومت عوایدو ته زیان رسولی دی او پر دې سربېره یې د ښار بڼه بدله کړې ده او ټرافیکي ستونزې یې هم زیاتې کړې دي.

یوازې د کابل شپږمې ناحیې ته سږکال څلورمېلیونه افغانۍ عاید ټاکل شوي دي.

د کابل ښاروالۍ ویانده سمیرا رسا وویل:«د ښاري خدمتونو د قانون او د اعلانونو قانون د ۱۴ مادې پر بنسټ دوی د موقعیت، اندازې او استحکام له پلوه د قانون پر بنسټ ن هدي او مالیه هم نه ورکوي. ښاروالۍ دا د ښار له کچې ټولوي.»

هغه شرکتونه چې د لیک دړو یا لوحو لپاره له ښاروالۍ سند اخلي او د موقعیت، اندازې او کلکوالي له نظره معیاري نصب کېږي؛ مالیه او محصول هم ورکوي.

د کابل اوسېدونکی میلاد حیدري څرګنده کړه:«همدا چې له کوره بهر کېږو هرچېرته چې بېلبورډونه وینو ناقانونه دي او له خواشینې کوونکي دي چې هېڅ نظم نه لري.»

خو هغه بې نظمۍ چې په ښار کې د لېکدړو له امله لیدل کېږي، دا ثابتوي چې نه مسوولان خپل کارونه په سمه توګه ترسره کوي او نه هم خلکو خپل مسوولیت په سمه توګه ترسره کړی دی. ظاهراً مسوولیتونو ته شا کولو د ښار بڼه سخته زیانمنه کړې ده.
 
د کابل اوسېدونکی محمد اکبر آصف افضل یار په دې اړه څرګندوي:«نن په حکومت کې هم قانون نه رعایت کېږي او موږ هېوادوال هم مسوول هېوادوال نه یوو چې قانون رعایت کړو.»

کابل ښاروالۍ اوس پرېکړه کړې ده چې د ښار په ۲۲ ناحیو کې ناقانونه او خپل سرې لیکدړې راټولې کړي.

شریک یي کړئ