افغانستان پانګوالو ته د پور ورکونې په چارو کې له شپږو هېوادونو مخته شوی. د نړیوال بانک په څیړنه کې لیدل کیږي چې افغانستان د اصلاحاتو په راوستو پانګوالو ته د پور ورکونې په چارو کې د یو سلو نوي هېوادونو څخه نهه نویم ځای خپل کړی دی.
د دې څېړنې په راپور کې راغلي چې افغانستان د دغو یوسلو نوي هېوادونو په ډله کې پورونو ته د پانګه اچونکو د لاسرسي په شاخص کې په نويمه درجه کې راغلی دی.
په هېواد کې د کارخونو یو شمېر مالکان وايي، اوسمهال له نوي سلنه ډېر متشبثین پورونو ته اړتیا لري چې د دوی په باور په دې برخه کې ننګونې شتون لري.
په همدې حال کې په بانکي او مالي چارو کې د ولسمشر سلاکار، اجمل احمدي وايي، د کوچنیو شرکتونو د ستونزو د حل لپاره لازم قوانین جوړ شوي او د دغو قوانینو په عملي کېدو به په دې برخه کې ډیری ستونزې حل شي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د بانکونو ټولنې ویلي، اوسمهال د پورونو د ورکړې په برخه کې د یوې روښانه کړنلارې او د پورونو د بېرته اخېستو لپاره د لازمو قوانین نشتوالی د دې لامل شوی څو ډیری بانکونه او مالي بنسټونه ونشي کولای چې په دې برخه کې ډیر کار ترسره کړي.
هغوی وايي، دمګړی ډیری بانکونه له خپلو ګډونوالو څخه د پورونو د بېرته اخېستو په برخه کې له ګڼو ننګونو سره مخ دي.