Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د چابهار بندر کارونو پر چټکوالي د هند ټینګار

د هند بهرنیو چارو وزیر چې ایران ته د خپل سفر په ترڅ کې وايي چې نوی ډیلی او تهران د چابهار بندر پروژې د کارونو پر چټکوالي سره سلا شوي دي.

د هند بهرنیو چارو وزیر، جِی شَنکر او د ایران بهرنیو چارو وزیر، محمد جواد ظریف د دواړو هېوادونو (یک شنبې د مرغومې په لومړۍ نېټه) ګډ کمېسیون ۱۹ مه غونډه کې پر دې موضوع سره خبرې کړې دي.

هندۍ رسنۍ وایي امریکا په یو بېساري ګام سره د چابهار بندر له کبله معافیت غځولی.

د چابهار بندر د ایران له ستراتیژیکو بندرونو شمېرل کېږي، په همدې حال کې د ایران یوازینی بندر دی چې د هند اقیانوس ژۍ ته پروت دی.

د انډیا ټایمز ورځپاڼې د رپوت له مخې امریکامتحده ایالاتو لپاره د چابهار بندر له لارې له هند نه افغانستان ته د مرستو او صادراتو استول مهم دي نو ځکه یې نوي ډیلي ته معافیت تمدید کړی.

دا بندر هند د پاکستان له مجبوریته خلاصولی شي او نوي ډیلي پر همدې لار افغانستان او منځنۍ اسیا ته رسېدای شي.

 د افغانستان، هند او ایران مشرانو د ۲۰۱۶ زیږدیز کال د مې په میاشت کې د چابهار بندره په ګټنې د سیند له لارې د توکو لیږد لپاره دیوې لارې د جوړولو هوکړه لاسلیک کړه.

شریک یي کړئ