Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د چرګانو د روزنې فارمونه غوښې او هګیو ته ۵۰ سلنه اړتیاوې پوره کوي

په هېواد کې د چرګانو د روزنې فارمونه په کال کې څه باندې پنځه سوه ټنه غوښه او څه باندې درې سوه څلوېښت مېلیونه هګۍ بازار ته وړاندې کوي.

د کرنې وزارت د کرنې ودې او کلیو پراختیا پروګرام مسوولین وايي دغه فارمونه غوښې او هګیو ته د هېواد په کچه پنځوس سلنه اړتیاوې پوره کوي.

د کرنې وزارت د کرنې ودې او کلیو پراختیا پروګرام رئیس، احمد شکیب سخي‎زاده وايي:« هېواد کې د فارمونو تولیداتو ته بازار ډېر لوی دی او آن دوی اوس پنځوس سلنه غوښې او هګیو ته اړتیا نشي پوره کولی، نو په دې برخه کې فرصتونه زیات دي.‎»

 دوی وایي چې د چرګانو له  نهه سوو پنځوس ټنه غوښي نه چې په  یو کال کې  په هېواد کې ترې کار اخیستل کیږي، پنځوس سلنه یې کورني فارمونه برابروي او د چرګو د شاوخوا دوه میلیارده هګیو نه چې په هېواد کې ترې ګټه اخیستل کیږي، دیرش سلنه یې په کورنیو فارمونو کې برابریږي.

په همدې حال کې فارم لروونکي له حکومته غواړي د قاچاقي وارداتو مخنیوی وکړي.

د چرګانو ساتنې فارم لرونکي د خپل کار له ښه کیدو خوښ دي، خو وایي چې اوس مهال هم  د چرګانو څه باندې څلویښت سلنه  کم کیفیته او غیرصحي غوښه او هګۍ  له نورو هېوادونو په قاچاقي توګه واردیږي .

فارم لرونکی، سید نورعلی‎شاه وايي:‎«‎اوس هم غوښه او هګۍ په قاچاقي ډول هېواد ته راواردیږي او پّ دې برخه کې ستونزې ډېرې دي، ځکه چې د قاچاقي غوښو او هګیو کیفیت ټیټ دی او په که بیه پلورل کېږي.‎»

د کرنې او اوبو لګونې وزارت چارواکي وایي چې که حکومت د فارمونو په برخه کې تر یو سلو څلویښت ملیون ډالرو زیاته پانګونه جذب کړي، افغانستان به تر راتلونکو څو کلونو  د چرګانو غوښې او هګیو ته خپله اړتیا په کور دننه پوره کړي.

د دې وزارت د چارواکو د مالوماتو له مخې له یوه کال راهیسې په هېواد کې د چرګانو د ساتنې د لویو فارمونو په زیاتیدو سره په بازارونو کې د دغو فارمونو تولیدات هم مخ پر زیاتیدو دي.

د کرنې او مالدارۍ وزارت وایي چې د چرګانو له  ۹۵۰ ټنه غوښي نه چې په  یو کال کې  په هېواد کې ترې کار اخیستل کیږي، پنځوس سلنه یې کورني فارمونه برابروي او د چرګو د شاوخوا دوه میلیارده هګیو نه چې په هېواد کې ترې ګټه اخیستل کیږي، دیرش سلنه یې په کورنیو فارمونو کې برابریږي

شریک یي کړئ