Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل په شمالي ولسوالیو کې اورښتونو بزګرو ته سخت زیانونه اړولي

په تېرو څو ورځو کې د سختې ږلۍ اورېدو له امله د کابل په شمالي ولسوالیو کې کرکېلې په ځانګړې توګه د انګورو بڼونو ته سخت زیان رسېدلی دی.

 د کابل په فرزې ولسوالۍ کې ځینې بزګر وايي غوښتل یې چې په همدغو ورځو کې د خپلو انګورو حاصلات وپلوري، خو د شنبې په ورځ د ږلۍ او باران اورښت ټول دغه حاصلات له ‎منځه یوړل.

ګل محمد چې د کابل د فرزې ولسوالۍ یو کرونګر دی وايي ږلۍ دومره زیاته اورېدلې چې له امله یې زیانونه بې مخینې دي.

د فرزې ولسوالۍ اوسېدونکی ګل محمد وویل:«موږ له دې مخکې داسې ږلۍ نه وه لیدلې، لکه چې تېره ورځ وه، او زموږ حاصلات یې له منځه وړي دي. »

د فرزې ولسوالۍ اوسېدونکی بلبل شاه په دې اړه وايي:«نه مڼه، نه انګور، نه غوزان هېڅ نه دي پاتي حتا زموږ انار هم نه دي پاتي او ټول زیانمن شوي دي.»

د فرزې ولسوالۍ د ډېری اوسېدونکو ژوند د کابل د ډېرو نورو ولسوالیو په شان په کرنې پورې تړلی دی.

په دې اړه د فرزې ولسوال محمد ظریف راشد وايي:«له بده مرغه موږ چې له هرې مرجع سره اړیکه ونیوله، وې ویل چې موږ خپل پلاوی تر استوو. چې سروې وکړي، تراوسه له هېڅ بنسټه کوم پلاوی نه دی راغلی چې سروې وکړي.»

له بلخوا د هوا پېژندنې اداره ګواښ کوي چې د موسمي بدلونونو له امله به په راتلوونکو درېیو میاشتو کې د هېواد په مرکزي او ختیځو ولایتونو کې د پراخو اورښتونو په پایله کې سېلابونه راشي.

د هوا پېژندنې ادارې رییس سید رضا موسوي وايي:«په درې راتلوونکو میاشتو کې د افغانستان په ډېریو برخو کې په ځانګړې توګه مرکزي او شرقي سیمو کې د اورښت کچه نورماله او له نورماله څخه زیاته وي.»

له بلخوا په سالنګونو کې تر ۷۵ ساتني متره واورې د اورېدو رپوټونه ورکړل شوي دي، د دغو واورو اورېدو د خلکو د تګ راتګ په وړاندې ستونزې راولاړې کړې دي.

تېره ورځ په سالنګونو کې تر ۷۵ سانتي مټرو واوره اورېدلې ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه