Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل سنیدي حوزه کې د ۴۷ سلنه اورښتونو د کموالي په اړه اندېښنې

د کابل سیندي حوزه کې سږ کال د اورښتونو  کچه کابو ۴۷ سلنه کمه شوې او ښایې ستونزې راپورته کړي.

د کابل سیندي حوزې چارواکي وايي، په پلازمېنه کې ورځ تر بلې د اوبو د کچې ټیټېدو سخت اندېښمن کړي، ځکه دا ستونزه به کابل کې لویې ستونزې راپورته کړي.

د کابل د سیندي حوزې رییس، معروف مسیر وايي:«د اوبو مدیریت په اړه مسوولیت لرو او په دې برخه کې پلانونه شته چې د فرعي اوبو کچې کارونې په اړه مو هدایت ورکړی تر څو چې موږ له کمو اوبو ښه ګټه پورته کړو تر څو په وچکالیو کې ستونزې کمې وي.»

په همدې حال کې کابل ښاریان وايي، په تېره یوه نیمه میاشت کې د پلازمېنې د اوبو سطحه له درېیو تر پنځو مترو ښکته شوې ده.

دوی نیوکه کوي چې حکومت د پلازمېنې خلکو ته د څښاک د اوبو اسانتیا نه ده برابره کړې بلکې ځکه خو د کابل ښار اکثره اوسېدونکي د اوبو د کمښت له ستونزې کړېږي.

د کابل یو اوسېدونکی وايي:«دا چې ډېر خلک پر ناروغیو اخته کېږي، لامل یې همدا د اوبو کمښت دی.»

افغانستان په سیمه کې له هغو هیوادونو شمېرل کېږي چې پریمانه د اوبو زېرمې لري، خو وچکالي او د څښاک د اوبو ترڅنګه د اوبه خور لپاره د اوبو له دوامداره ستونزو لا هم کړېږي.

طبیعي پېښو سره د مبارزې وزارت وايي، دا مهال د کابل په شمول له شلو زیات ولایتونه د وچکالۍ تر څپې لاندې راغلي او له همدې کبله ګڼ خلک هم له خپلو سیمو بې ځایه کېدو ته اړ شوي دي.

د کابل سیندي حوزې مسوولان وايي، په پلازمېنه کې ورځ تر بلې د اوبو د کچې ټیټېدو سخت اندېښمن کړي، ځکه دا ستونزه به کابل کې لویې ستونزې راپورته کړي

شریک یي کړئ