Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل او شپږو نورو ولایتونو وارداتي برېښنا پرې شوه

د برېښنا شرکت وايي په بغلان کې د جګړې له کبله د کابل او شپږو نورو ولایتونو ته لېږدول شوې وارداتي برېښنا پرې شوه.

د دې شرکت د اعلامیې له مخې په کابل، پروان، کاپیسا، میدان وردک، غزنی، لوګر او ګردیز کې نن(دوشنبې د مرغومې په ۱۷مه) برېښنا پرې شوې ده.

د برېښنا شرکت په اعلامیه کې راغلي دي:«سهار ۸:۵۵ د دوشي پر لور د پلخمري په ۲۶ کیلومټرۍ کې د برېښنا لومړۍ مزی او دوهم مزی ۱۰:۲۵ د دوشي -  خنجان پر لور د پلخمري په ۲۸ کیلومترۍ کې د جګړې له کبله پرې شوی دی.»

په همدې حال کې د برېښنا شرکت مسوولین وايي چې کارکوونکي یې د ازبکستان وارداتي برېښنا د مزي بیا نښلولو په موخه کار پیل کړی دی.

شریک یي کړئ