Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کابل په بازارونو کې د هرې هګۍ بیه څه باندې ۱۲ افغانیو ته رسېدلې

کابل کې د ګرځ بندیز په لړ کې د دغه ښار په بازارونو کې د چرګانو د هګیو بیه په مخنې توګه لوړه شوې او هر دانه هګۍ کابو ۱۲ افغانۍ پلورل کېږي. 

په وروستۍ یوې میاشت کې د محدودیتونو له لګول کېدو سره همهاله په بازارونو کې د چرګو د یو هګۍ بیه له پنځو افغانیو شاوخوا دولس افغانیو ته لوړه شوې ده.

سوداګر وايي چې د ملي امنیت شورا د پرېکړې پر بنسټ د هکیو پر وارداتو بندیز د دې لامل شوی چې کورني فارم لرونکي ونه توانېږي چې د اړتیا وړ هکۍ بازار ته عرضه کړي.
 
د کرنې او اوبو لګولو وزارت، د ملي امنیت شورا د پرېکړې پر بنسټ د تېر کال د کب په شپږمه نېټه، له ایران او پاکستان څخه د چرګانو او د چرګانو د هکیو واردات منع شول.

د حیواني محصولاتو د واردونکو ټولنې رییس فهیم امیريوایي چې کورني فارمونه د بازارونو د اړتیا وړ هګیو د وړاندې کولو توان نه لري:«هغه فارمونه چې وايي ۸۰ سلنه تقاضا تولیدوي، ټولو خلکو ته معلومه شوه چې لس سلنه امکانات یې هم نه لري چې پوره یې کړي.»

کابل کې د چرګانو د هګیو پلورونکی عطا محمد وايي:«په بازار کې هګۍ په اسانۍ نه پیدا کېږي. د ورځې یو کارټن د چرګانو هګۍ راځي او هغه هم هېچا ته نه رسېږي.»

خو د جرګانو  د فارم لرونکو ټولنه د چرګو  هګیو لوړه بیه د هېواد په بازارونو کې د ګرانپلورنې له امله بولي.

 د چرګانو د فارم لرونکو د ټولنې رییس معروف ظفر څرګندوي:«د چرګانو د یوې هګۍ بیه زموږ د ټولنې له خوا اوه تر اوه نیمې افغان او یوه کیلو غوښتنه یوسل شپېته افغانۍ پلورل کېږي.»

د کرنې او ابو لګولو وزارت ویاند اکبر رستمي وايي:«د فارم لرونکو ملي ټولنه او د چرګانو د هګیو ځينې ستر تولیدونکو، رسماً ژمنه کړې چې د دغې اوونۍ په لړ کې په کابل کې بیې بدلون کوي.»

د کابل په بازارونو کې د چرګانو د هګیو د بیې له لوړوالي سره هم مهاله خوراکي توکو بیه هم لوړه شوې ده. ځينې هېوادوال وايي چې په کابل کې د ګرځ بندیز له لګولو وروسته خپل کارونه یې له لاسه ورکړي او اوس د خوراکي توکو د پېرولو وس نه لري.

شریک یي کړئ