د لوېديځي آسیا او مرکزي آسیا د برېښنا د لېږد پروژه چې هغې ته ډېره تمه وشوه، بالاخره د جمعې په ورځ د ترکیې په پلازمېنې استانبول کې، لاسلیک شوه. د کابل- اسلام آباد د هوکړې پر بنسټ چې د تېر کال د اکټوبر په میاشت کې ترسره شوې وه، افغانستان به د هغې د ترانزیت له حق څخه ۴۵ میلیونه ډالره عاید ترلاسه کړي.
د هوکړهلیک پر بنسټ، افغانستان به له هر کیلو واټ برېښنا څخ چې له قزاقستان او تاجېکستان څخه پاکستان ته د افغانستان له لارې لېږدول کېږي، ۲۵.۱ پوله ترلاسه کړي. ویل کېږي چې دغه هوکړهلیک د جمعې په ورځ په یوه مراسم کې چې په هغې کې د څلورواړو هېوادونو د برېښنا او انرژۍ وزیرانو شتون درلود په استانبول کې لاسلیک شو.
د هغې هوکړې پر بنسټ چې ترسره شوه، کابو ۱۳۰۰ مېګاواټه برېښنا به پېښور ته ولېږدول شي چې د هغې ۳۰۰ مېګاواټه به د افغانستان برخه وي.
سربېره پر دې، که افغانستان خپلې برخې ته اړتیا ونهلري، دغه برخه به د پاکستان لپاره د لاسرسۍ وړ وي.
هغه مهال چې دغه پروژه پلې شي، څه د پاسه ۱۰۰۰ کیلومټره سیم به چې د ۱۳۰۰ مېګاواټه برېښنا د لېږد وړتیا لري دغه څلور هېوادونه سره ونښلوي.
ویل کېږي چې کابو ۵۷۰ کیلومتره بهیې د کندز، بغلان، پنجشیر، پروان، کابل او ننګرهار له ولایتونو څخه تېر شي.
د دغې پروژې لګښت څه د پاسه ۱ میلیارد ډالره اټکل شوی دی چې ۲۰۸ میلیونه بهیې د مالیاتو لپاره ولګول شي، خو د دغې پروژې کره لګښت به د داوطلبۍ له یوه بهیر څخه وروسته ښکاره شي.
ټاکل شوې د دغې پروژې کار د ۲۰۱۵ زېږدیز کال په سپټمبر میاشت کې پیل شي او د ۲۰۱۸ کال په مې میاشت کې، بشپړ شي.
په دې اړه مو اندونه