Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کبانو د تولیداتو زیاتوالی خو د بازار نشتون په هکله شکایتونه

د کبانو د روزنې د فارمونو ځينې څېښتن وايي چې د کبانو د تولیداتو له زیاتوالي سره هغوی ته مناسب بازار نشته او له حکومته غواړي چې دوی ته بازارموندنه وکړي.

دغه فارم لرونکي په داسې حال کې د بازارونو له نشتونه شکایت کوي چې دم ګړۍ هېواد کې د کبانو د روزنې ۲۳۵۰ فارونه شتون لري، بلخوا د هېواد په بازارونو کې د کبانو غوښې ته د تېر په پرتله تقاضا زیاته شوې ده.

د هېواد په بازارونو کې د کبانو غوښې د تقاضا له زیاتوالي سره په یو وخت په هېواد کې د کبانو د روزنې فارمونو په برخه کې پانګونه هم زیاته شوې ده.

د کبانو د فارمونو خاوندان له حکومته غواړي د د دوی د محصولاتو لپاره بازار موندنه وکړي.

فارم لرونکی رسول خان په دې اړه وايي:«موږ هیله لرو چې دغه زموږ په ګټه دی او له دغه کارسره زموږ ډېری ستونزې حلېږي.»

د کرنې او اوبو لګولو وزارت وايي یوازې په روان هجري لمریز کال کې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د کبانو د روزنې ۳۵۰ فارمونه جوړ شوي دي.

د دغه وزارت مسوولین وايي په هېواد کې د کبانو د روزنې د پراختیا د طرحې په وروستي کولو سره ټاکل شوې په دې برخه کې پانګونه زیاته شي.

د کرنې او اوبو لګولو وزارت د کبانو د روزنې د پروژو د ارزونې مسوول احمد ضیا فیض یار هم څرګندوي:«د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې موږ کولای شوو چې په ولسوالیو کې فارمونه جوړ کړو، چې ستونزې مو حل شي او خلکو ته هم د کار زمینه برابره شي. او له با کیفیته پروتین لرونکي غوښه تولید شي.»

له بلخوا د کرنې وزارت ویاند وايي د کبانو د فارمونو د جوړولو او کبانو د تکثیر لپاره ۴۵ مېلیونه افغانۍ په پام کې نیول شوې دي.

د مالوماتو له مخې ټاکل شوې په راتلونکي هجري لمریز کال کې په هېواد کې د خصوصي برخې لخوا هم د کبانو د تکثیر څلور لوی فارمونه جوړ شي.

د کرنې او اوبو لګولو وزارت ویاند اکبر رستمي په دې اړه وايي:«د کرنې وزارت د کبانو د روزنې د فارمونو پر جوړولو کار کوي، څو وکړای شي په افغانستان کې د کبانو د بچیانو د تولید ظرفیت لوړ کړي او له دې لارې وکړای شو هغه
کسان چې پانګونه کوي او فارمونه جوړوي... خصوصي سکټور ته د کبانو بچي ورکړو.»

د کرنې وزارت د ورکړل شویو شمېرو پر بنسټ افغانستان د کال څه باندې ۳۶۰ زره ټنه د کبانو غوښې ته اړتیا لري او دم ګړۍ د هغه ډېره برخه له بهر څخه وارد وي. 

سخنگوی وزارت زراعت می‌گوید که با نهایی سازی طرح توسعه ماهی پروری در کشور قرار است سرمایه گذاری‌ها در این بخش بیشترشوند.

شریک یي کړئ