Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کرنې وزارت د زعفرانو د کښت ۵کلن پراختیايي پروګرام پلی کوي

د کرنې او اوبو لګونې وزارت ویاند، لطف‎الله راشد وايي د زعفرانو د کر او ټولونې پنځه‎کلن پروګرام له مخې به د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې ۵۰۰ ټنه د زعبرانو پیاز کروندګرو ته ووېشل شي.

دی وايي چې  په هېواد کې د  پروسس د ۱۰مرکزونو جوړیدل؛ بازار موندنه او د زعفرانو د صادراتو پر وړاندې د شته ستونزو اورول یې په لومړيتوبونو کې راځي.

د کرنې او اوبو لګولو وزارت وايي چې د زعفرانو د پراختیا په پنځه کلن پروګرام کې نه یوازې د زعفرانو د کښت د سیمې پراختیا بلکې په دې برخه کې د بزګرانو روزولو ته پاملرنه کوي.

ښاغلی، راشد زیاتوي:«د زعفرانو پراختیا او ښه حاصل اخیستو لپاره سږ کال د ۱۲ کروندګرو د روزنې پروګرام لرو چې ترڅنګ به یې د دولت کارکوونکي هم ورزول شي او بازار موندنې په موخه به زر ننداریزې قطعې هم وړاندې شي.»

په روان هجري لمریزکال کې که څه هم په بیلابیلو هېوادونو په تېره بیا عربي متحده امراتو او چین کې د هېواد د زعفرانو لپاره بازار موندنه شوې ده؛ خو د کرنې د برخې یو شمېر کارپوهان په دې برخه د حکومت هڅې بسندویه نه بولي.

د علومو اکاډمۍ د کرنې انسټېټیوټ آمر، محمدیاسین فرهمند وویل:«په هېواد کې زعفران تولید کېږي، خو بازار ته نه وړاندې کېږي. لا هم زموږ خلک د زعفرانو د کارونې په اړه مالومات نلري او اړتیا ته چې موږ د زعفرانو ګټو په اړه خلک خبر کړو.»

د کرنې او اوبو لګولو  وزارت د  شمېرو له مخې په روان لمریز کال کې د زعفرانو حاصلات څه باندې ۶ ټنو ته رسیږي چې دا شمېر د تېر کال په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي.

دی وايي چې  په هېواد کې د  پروسس د ۱۰مرکزونو جوړیدل؛ بازار موندنه او د زعفرانو د صادراتو پر وړاندې د شته ستونزو اورول یې په لومړيتوبونو کې راځي

شریک یي کړئ