Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کرونا ویروس مبارزې لپاره د نړۍ ۶۰۰ میلیون ډالره مرسته

هېواد کې د کرونا ویروس خپرېدو سره ډېر شمېر هېوادونو خپلې مرستې له دغې ښکارندې سره د مبارزې په موخه افغانستان ته ځانګړې کړې ډي.

نړیوالې ټولنې تر اوسه افغانستان سره د کرونا ویروس مبارزې په موخه د ۶۰۰ میلیون ډالرو مرسته کړې ده چې له دې ډلې ۱۰۰ میلیونه نړیوال بانک، ۱۱۷۰ میلیونه اروپايي ټولنې، ۲۲۰ میلیون ډالره پور د پیسو نړیوال صندوق، ۴۰ میلیونه د اسیا پراختیايي بانک و ۳۵ میلیونه هم امریکا متحده ایالاتو ژمنه کړې ده.

چین، عربي متحده اماراتو، ایران او چک هم له افغانستان سره د کرونا ویروس مبارزې په موخه د روغتیايي توکو مرسته کړې ده.

د اسیا پراختیايي بانک رییس، نارندرا سنګرو وايي:«د اسیا پراختیايي بانک له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه مرستې تصویب کړې دي. ۴۰ میلیونه ډالره مرسته به د روغتونو جوړولو، روغتیايي توکو او نورو برخو کې ولګول شي.»

په همدې حال کې د مالیې وزارت ویلي دي چې د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه بودجه کې ۲۹ میلیارډه افغانۍ تعدیلات راغلي، خو تر اوسه اروړندو بنسټونو د لګښتونو په تړاو راپور نه دی وړاندې کړی.

د یاد وزارت ویاند، شمروز خان مسجدي وايي:«د کرونا مسلې بهیر نړیول بانک د ۴۰۰ میلیونو ډالرو مرستې ژمنه کړې ده، چې هغه د ۲۰۲۰ زیږدیز کال لپاره تشویقي مرسته ده او ۲۰۰ میلیون ډالره یې لیږدول شوې هم ده.»

د عامې روغتیا وزارت مرستیال، وحید مجروح زیاتوي:«اروپايي ټولنې د ۵۰ میلیون یورو ژمنه کړې ده او تر اوسه پرې تخنیکي بحث روان دی چې کومو برخو کې ولګول شي.»

د ولسي جرګې مالي کمېسیون بودجه جکې د تعدیلاتو رامنځته کېدل د پوښتنې وړ بولي.

د یاد کمېسیون غړی، سید عظیم کبرزاني څرګندوي:«عملیاتي واحدونو ته د ۵ میلیاردو تعدیل بیله موضوع ده چې مالي کال کې یې اته میلیارده غوښتې وي، یعنې په ټوله کې ۱۳ میلیارډه کم او زیات شوي دي.»

د ولسي جرګې بل غړی، هدي راسخ زیاتوي:«حکومت د بودجې لګښت کې لازم ظرفیت نه دی رامنځته کړی.»

حکومت مخکې له دې د لومړي مرستیال، امرالله صالح په مشرۍ د نړیوالو مرستو مدیریت لپاره کمېټه ټاکلې وه او غوښتنه یې کړې وه چې نړیوالې مرستې د دغې کمېټې له لارې خصوصي برخو ته ورکړل شي.

چین، عربي متحده اماراتو، ایران او چک هم له افغانستان سره د کرونا ویروس مبارزې په موخه د روغتیايي توکو مرسته کړې ده

شریک یي کړئ