د مرکزي آسیا د اقتصادي همکاریو بنسټ(کریک) د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ژمنه وکړه چې تر ۲۰۳۰ زیږدیز کاله پورې به په خپلو هېوادونو کې د برېښنا په برخه کې میلیارډونه ډالره ولګوي.
د کریک په لومړۍ ناسته کې چې یکشنبې(د وږي په ۳۱مه نېټه) د آسیا پراختیايي بانک په ملاتړ ازبکستان کې جوړه شوې وه، د پاکې او بنسټيزې برېښنا لپاره د پانګې جذب سیمه کې د برېښنا ثبات ته د رسېدو لپاره لار وبلل شوه.
په دې ناسته کې د یوولسو ګډون کوونکو هېوادونو د انرژۍ وزیرانو هوکړه لاسلیک کړه.
په دې ناسته کې د آسیا پراختیايي بانک مرستیال، دوواک ګوپتان وویل:«د نننۍ برېښنا برخه اړتیا لري چې تر ۲۰۱۳ زیږدیز کاله پورې لا ډېر پانګونې او فعالیت سره وده وکړي او دا کار به د سیمې په هېوادونو کې د بیکارۍ د کمښت لامل شي.»
په دې ناسته کې له افغانستانه چې د انرژۍ ترانزیت لپاره او همداراز د سیمې هېوادونو ته د حلقوي برېښنا شبکې نښلولو لپاره لوی فرصتونه لري یاد شو.
د بنسټونو په برخه کې د ولسمشر غني لوی سلاکار د سیمه ییزو پروژو د پلې کولو لپاره د هېوادونو هوکړه د افغانستان لپاره مهمه بولي.
محمدهمایون قیومي زیاتوي:«افغانستان د سیمې د برېښنا د ترانزیت څلور لاره ده، ځکه موږ کولی شو چې لوی فرصتونه د برېښنا ترانزیت لپاره ولرو، او په راتلونکې کې پلخمري هم کېدی شي چې په سیمه کې د برېښنا د نښلېدو بازار وي.»
په دې ناسته کې د سیمې په هېوادونو کې د لویو پروژو د عملي کولو ترڅنګ د کاسا زر او د نورو پروژو چې له افغانستانه تېریږي، د چارو پر چټکتیا ټینګار وشو.