Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کمال خان د اوبو بند کار ۸۶ سنه مخته تللی دی

د اوبو د چارو د تنظیم ادارې چارواکو نن دوشنبې (د وږي په ۱۷) څرګنده کړه چې د کمال خان بند له جوړېدو سره، د نیمروز ولایت په مرکز او درې ولسوالیو کې به ۱۷۳ زره هکتاره ځمکه خړوبه شي.

د دغو چارواکو په وینا، د دعه بند د جوړېدو کار ۸۶ سلنه مخته تللی دی او تراوسه څه باندې ۸۵ مېلیونه ډالر پر دغه بند لګول شوې دي.

کمال خان بند د اوبو بند دی خو په دغه بند کې به د نهه میګاواټه برېښنا د تولید لپاره په لومړي سر کې په دغه بند کې ۵۲ مېلیونه مټر مکعبه اوبه زیرمه کړای شي.

د دغه بند د جوړېدو کار له کلونو راهیسې دوام لري، خو سږکال د اوبو د تنظیم اداره وایي چې اوس مهال د دغه بند کار بشپړېدو ته نږدې شوی دی او ټاکل شوې ده چې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د اوبو د چارو د تنظیم د ملي ادارې ویاند نظام الدین خپلواک وویل:«د دغې پروژې کار ۸۶ سلنه مخته تللی او په خپل ټاکلي وخت ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.»

د کمال خان بند د نیمروز ولایت په چهاربرجک ولسوالۍ کې د۱۶ مټرو په لوړوالي سره جوړېږي چې ګټې اخیستنې ته به د دغه بند په سپارل کېدو سره د نیمروز د مرکز او د چاربرجک او چخانسوري ولسوالیو ځمکې او د دغه ولایت د ځينو نورو ولسوالیو ځمکې به هم خړوبې کړای شي.

د ولسي جرګې ځينې غړي د بندونو جوړېدل د هېواد د روانو اوبو د مدیریت لپاره خورا مهم بولي.
 
د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست وايي:«نه یوازې د کمال خان بند بلکې نور بندونه هم دي که چېرې کارونه مخته یوړل شي افغانستان له اوسنیو ستونزو به ووځي او لږ تر لږه د خپلې اړتیا برېښنا به دننه په کور کې تولید شي.»

د کمال خان بند د جوړېدو موخه د نیمروز په ولسوالیو  کې د ځمکو اوبه کول او په دې سیمه کې د سېلابونو مخنیوی دی.

 د اوبو د چارو د  تنظیم د ادارې مسوولان وایي په لنډ مهال کې به یو مېلیون تنه افغانان د دې پروژې له ګټو برخمن شي.

شریک یي کړئ