Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

دګډې پانګونې د پراختیا لپاره د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ هوکړه

د افغانستان د اقتصاد وزیر، عبدالستار مراد نن دوشنبې (د غبرګولي په ۸ مه) د افغانستان او تاجکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو د زیاتوالي په موخه د جوړې شوې دوه ورځنۍ غونډې په پای کې وویل، چې دغه دوه هېوادونه د اوسپنې لارې، سړکونو او د بندونو د جوړولو پروژو لپاره د ګډې پانګونې د زیاتوالي پر سر هوکړې ته ورسېدل.

د افغانستان او تاجیکستان د اقتصادي همکاریو غونډه د دوه ورځو لپاره د تاجیکستان د لېږ رالېږد وزیر او د افغان حکومت د چارواکو په حضور په کابل کې جوړه شوې وه.

د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد د غونډې په پای کې خبریالانو ته وویل:«افغانستان او تاجیکستان، په سیمه کې دوه مهم هېوادونه او همکاران دي؛ موږ هڅه کوو چې په بېلابېلو برخو کې د ګډې پانګونې زمینه برابره کړو، ترڅو له دې لارې په دواړو هېوادونو کې اقتصاد د پام وړ وده وکړي.»

په همدې حال کې د تاجیکستان د لېږد رالېږد وزیر وایي، د نړۍ له بازارونو سره د افغانستان د  نښلولو لپاره، له دغه هېواد سره همکاري کوي او هڅه کوي چې د دواړو هېوادونو په پوله کې د سوداګرۍ ډېرې لارې جوړې شي.

د تاجیکستان د لېږد رالېږد وزیر خدایار خدایار زاده بیک زیاته کړه:«موږ په ګډه سره هڅه کوو چې د خپلو اړتیاو په پام کې نیولو سره په بېلابېلو برخو کې د همکاریو زمینه برابره کړو،له دې ډلې اړتیا ده چې افغانستان او تاجیکستان ډېرې سرحدي لارې ولري ترڅو  سوداګریزه راکړه ورکړه مو په لازمه توګه یې ترسره کړي.»

د تاجیکستان د لېږد رالېږد وزیر همدارنګه ټینګار وکړ چې په درې وروستیو میاشتو کې،د افغانستان او تاجیکستان ترمنځ د سوداګریزو توکو راکړې ورکړې د پام وړ زیاتوالی موندلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې درې ورځې وړاندې افغانستان او تاجیکستان د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو شپږم هوکړه‎لیک لاسلیک کړ.

د شمېرو له مخې د تاجیکستان چارواکو، د روان کال په درې وروستیو میاشتو کې، د افغانستان ان تاجیکستان ترمنځ د راکړې ورکړې کچه د سمنټو او برېښنا په برخه کې دوه نیمه برابره زیاتوالی موندلی دی.

د افغانستان د اقتصاد او د تاجیکستان د لېږد رالېږد وزیرانو د افغانستان او تاجیکستان د اقتصادي همکاریو د غونډې په پای کې، په دواړو هېوادونو کې د ګډې پانګونې پر پراختیا سره هوکړې ته ورسېدل.

شریک یي کړئ