سږ کال د پانګونو په کچه کې ۵۹ سلنه کموالی به د هېواد پر اقتصادي ودې ناوړه اغیزه وکړي.
د مرکزي احصايې ادارې چارواکي وایي، د هېواد اقتصادي وده له کورنیو او بهرنیو پانګو سره تړاو لري او که حکومت ونکړای شي په هېواد کې د پانګو د ملاتړ تګلاره جوړه کړي، نو دا کار به په پراخه کچه د وزګارۍ د ډېریدو او عوایدو د کموالي لامل شي او د کورنیو عواید له کم شي.
د مرکزي احصايې ادارې مرستیال، حسیبالله موحد وايي:«که پانګونه کمه شي نو ناخالص تولید هم کمېږي او دا کار به د اقتصادي ودې او مخه ونیسي.»
په همدې حال کې د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي هېواد کې د نا امنیو زیاتیدل؛ په دولتي ادارو کې پراخ فسا؛ لوړې مالیې؛ د سړي تښتونو زیاتوالی او د پانګونو پر وړاندې شته ستونزې د سږ کال د پانګونو د کموالي لاملونه دي.
د سوداګریو خونو ویاند، صیام پسرلی څرګندوي:«حکومت د پانګونو لپاره لنډمهاله پروګرام نه لري په هېواد کې او د پانګوالو پر مخ نورې پرتې ستونزې هم شته.»
د صنعتکارانو ټولنې غړی، عبدالکریم عارفي وايي:«په داسې حال کې چې نا امنۍ زیاتې شوې دي پانګوال زړه نشي کولی چې په هېواد کې پانګونه وکړي او حکومت باید د دې ستونزو هوارۍ په موخه روښانه کړنلاه ولري.»
د پانګونو د ملاتړ ادارې د شمېرو له مخې د سږکال په ۹ میاشتو کې د پانګونو کچه د تېر کال د ۹ میاشتو په پرتله ۵۰ سلنه کمه شوې ده .دا په داسې حال کې ده چې ویل کیږي اوس مهال پر بهرنیو پانګوالو سربیره ان کورني پانګوال هم په هېواد کې نویو پانګونو ته لېوالتیا نه لري.