د کرنې او مالدارۍ وزارت چارواکي وايي چې تر راتلونکو دوو کلونو کې به هېواد کې د لویو سړو خونو چارې چې د پخواني حکومت له لویو پنځو ناتکمیله پروژو شمېرل کېږي، بشپړ شي.
دا وزارت زیاتوي چې تر اوسه د دې سړو خونو رغولو د چارو پر غاړه اخیستو ته کوم شرکت نه دی چمتو شوی.
د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې وزیر، نصیراحمد درانۍ څرګندوي:«موږ له دېرو هڅو سره د دې پروژو د اخیستو لپاره په هېواد کې د ننه شرکتونه نه دي پیدا کړي، هیله لرو چې یو شرکت پیدا شي او تر راتلونکو دوو کلونو لپاره دا سړې خونې جوړې کړو.»
په همدې حال کې د سړو خونو په چارو کې کارپوها وايي چې د سړې خونې جوړلو کار یو کال کې بشپړیږي.
د سړې خونې جوړولو متخصص، دوست محمد وايي:«دا سړه خونه دومره هم ستونزمنه نه ده چې کلونه یې په تمه پاتې شو، خو باید کار وشي او دا سړې خونې جوړې شي ځکه چې یوه اړتیا ده.»
د ولسي جرګې یو شمېر غړي د سړو خونو په جوړولو کې د حکومت پنځه کاله ځنډ د شرم وړ بول او زیاتوي چې حکومت باید ژر ترژره دا پروژه بشپړه کړي.
د ولسي جرګې غړی، محمد حسین فهیمي څرګندوي:«موږ ډېر پروګرامونه لرو، خو پلې کول یې کم دي. حکومت ښه پروګرامونه لري خو پلي کولو کې یې ناتوانه دی.»
دا په داسې حال کې ده چې هېواد کې د میوو او ترکاریو تولید زیاتوالي سره، کروندګر د سړو خونو جوړول یوه اساسي اړتیا بولي.