Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سرچینې: د مالیې وزارت به په درې بېلابېلو ادارو ووېشل شي

سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې ټاکل شوې د مالیې وزارت په درې بېلابېلو ادارو ووېشل شي.

دغه سرچینې زیاتوي چې د ولسمشر د یوه طرحې پر بنسټ، د مالیې وزارت به د عوایدو او ګمرکونو، خزانې، او د هېواد په مالي ادارې به ووېشل شي.

مالیې وزارت هم منلې چې ولسمشر په مالیې وزارت کې د یوه بنسټیز بدلون لپاره له ځینو بنسټونو او خلکو سره خبرې کړې دي.

د اوبو او بريښنا وزارت په جوړښت کې له بدلونونو وروسته، ټاکل شوې دغه بدلونونه په مالیې وزارت کې هم عملي شي.

له بلخوا د مالیې وزارت هم ددغه وزارت په جوړښت کې د بدلونونو خبر ورکوي.

د مالیې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي په دې اړه وویل:«د ولسمشر له خوا داسې یو پروګرام شتون لري، خو دا چې دغه وزارت دم ګړۍ له جوړښتي پلوه کوم بدلونونه رامنځته کېږي، تراوسه په اړه کره پروګرام نه دی جوړ شوی.»

د مالیې وزارت په اوسني وخت کې څلور معینیتونه لري چې د عوایدو او ګمرکاتو، پالیسۍ، مالي او اداري چارو معینیتونه دي چې د دغو معینیتونو د وېشلو د طرحې له مخې ښایي د پالیسۍ معینیت د بهرنیو چارو وزارت ته ولېږدول شي.

د پوهنتون استاد قیس محمدي په دې اړه وايي:«که چېرې په افغانستان کې په درې برخو د مالیې وزارت د مالي او پولي عمومي مدیریت د تخصصي کولو لپاره وي، کولای شي چې ګټور وي.»

د مالیې وزارت په ځینو برخو په تېره بیا د هېواد په ګمرکونو کې د فساد په اړه له نیوکو وروسته اوس دا اندېښنه شته چې ښايي د دغو ادارو په سر کې هم وړ کسان ونه ګومارل شي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالقادر جیلاني څرګنده کړه:«حکومت څه تصمیم لري. پرېکړه یې دا ده چې د عوایدو او ګمرکاټو لپاره یوه مشخصه اداره رامنځته کړي یا بیا هم د ملي عوایدو اداره جلا وي او د ګمرکاتو برخه جلا.»
له دې مخکې په دې ته ورته اقدام سره د اوبو او برېښنا وزارت د بريښنا او د اوبو د تنظیم په دوو ادارو ووېشل شو.

طلوع نیوز ته ځینې سرچینې وايي ولسمشر د عوایدو او ګمرکونو، خزانه دارۍ او مالي ادارې په نوم د مالیې وزارت د ویشلو لپاره پلانونه کړې ده.

شریک یي کړئ