Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سوداګرۍ وزارت: نېږدې راتلونکې کې به په وچه کې بندرونه جوړ شي

د سوداګري اوصنایعو وزارت وایې چې په هېواد کې به ډېر ژر په وچه کې بندرونه جوړ کړي د یاد وزارت چارواکي زیاتوي، دا بندرونه به په لومړي ګام کې له اقینې او رزنج د وچې بندورنو جوړولو څخه پیل شي.

دا بندرونه به په ګمرکي، د توکو بسته‎بندۍ او د سوداګریزو توکو لېږد کې مرسته وکړي، د دې بندرونو چارې د یوه اماراتي شرکت له‎خوا پیلېږي.

دسوداګریو او صنایعو وزارت ویاند، مسافر قوقندي څرګندوي:"دا بندرونه د سیمې او نړۍ معیارونو پر اساس جوړیږي تر څو په وچه کې هم اړتیاوې پوره کړي او سمې ګټې ترې پورته شي."

په همدې حال کې د مالیې وزارت هم په وچه کې د بندرونو جوړول د سوداګرو ګټې لپاره اړین بولي.

د مالیې وزارت ویاند، اجمل‎حمید عبدالرحیم‎زی وایي:"موږ کولی شو چې د دې بندرونو په جوړولو سره سوداګرو ته لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړو له رغنیز شرکت سره مو خبرې اترې روانې دي او ډېر ژر به یې کار پیل شي."

د سوداګریو او صنایعو خونې وايې چې د دې بندرونو له جوړولو سره به د هېواد صادرات هم زیات او هم معیاري شي.

د سوداګریو خونو ویاند، صیام پسرلی زیاتوي:"په وچه کې د بندرونو رغونه د افغانستان لپاره ډېر ارزښت لري که دا بندرونه جوړ شي، نو تاسي ډاډه ووسئ چې د ليږد راليږد په بیو کې به ۲۵ سلنه کمښت رامنځته شي."

د کارپوهانو په وینا، د اقتصادي چارو په موخه وچه کې د بندرونو جوړول به داسې حال کې د افغانستان لپاره ګټور تمام شي چې انحصاري نه وي او حکومت د سمې کړنلارې ټاکنې سره ترې کار واخلي.
 
دا بندرونه به په ګمرکي، د توکو بسته‎بندۍ او د سوداګریزو توکو لېږد کې مرسته وکړي، د دې بندرونو چارې د یوه اماراتي شرکت له‎خوا پیلېږي

شریک یي کړئ