Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سوداګر غواړي چې د صادراتو په وړاندې د پاکستان لارې پرانیستل شي

د وچې او تازه مېوو ځينې سوداګر ګواښ کوي که چېرې حکومت د هېواد د صادراتو په مخ د پاکستان لارې پرا نه نیزې، خپل مالیات به ور نه کړي او د حکومت په وړاندې به په قانوني مخالفتونو لاس پورې کړي.

دغه سوداګر افغان حکومت د له پاکستان سره د خپلو ستونزو د حل په برخه کې بې وسه ګڼي نو اړ شوي دي چې د صادراتي توکو پر مخ د پاکستان د لارو د خلاصېدو لپاره خپل شکایتونه په کابل کې د امریکا تر سفارته ورسوي.

په دې منځ کې د کندهار ځينې سوداګر وايي، د حکومت په غوښتنه یې د کوکنارو له کښته لاس واخیست او پر ځای یې د مېوو باغونه جوړ کړل؛ خو اوس مېوې یې شوی لګښت هم نه برابروي.

د کندهار د مېوو او سبزیو ټولنې رییس سردارمحمد وايي:«زموږ اقتصاد صفر ته رسېدلی. حکومت پاملرنه نه کوي. موږ څه وکړو؟»

کندهار کې د وچو مېوو د ټولنې رییس عبدالاحد هم څرګندوي:«په افغانستان کې زموږ لپاره کابو دېرش تر څلوېښت زره ټنه زړه مېوه پاتې ده چې د مخکني فصل دی.»

دغه سوداګر وايي، تېر کال هم پاکستان ته د صادراتو په برخه کې د ستونزو له امله یوه اندازه تازه مېوه یې خوسا شوې وه.

د وچې مېوې سوداګر عبدالحفیظ رحماني وویل:«که چېرې زموږ چاره ونه شي، موږ ټول سوداګر سره راغونډېږو د تورخم مرز ته ځو هلته ځان تر موټر لاندې کوو چې نور د پاکستان صادرات هم افغانستان ته رانه شي د سوداګر له وسې همدومره پوره دي.»

له دې سره سم، د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، په کابل کې د امریکا سفارت مسوولینو د افغان سوداګرو د دغې ستونزې د حلولو لپاره ټټر وهلی دی.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د اجرايي پلاوي رییس سید زمان هاشمي وايي:«دوی په کابل کې د پاکستان له سفارت په اسلام اباد کې د امریکا له سفارت خبرې لري چې کړای شي د دغه کار لپاره زمینه برابره کړي چې د پاکستان پوله د افغانستان د صادراتو په وړاندې پرانیستل شي.»

له بل لوري، په دې ناسته کې په کابل کې د امریکا سفارت مسوولینو د چابهار بندر له لارې د هېواد د صادراتو د پراختیا لپاره د موکې پر برابرولو ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې، په دې برخه کې د لارې پر یوې نقشې کار کوي.
 
شریک یي کړئ