Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سوداګر: هوايي دهلیز د ځمکنۍ لار لپاره بدیله هغه نه ده

د کورونا ویروس د خپرېدو له امله د افغانستان د صادراتو په وړاندې د ځمکنیو لارو د بندېدو په لړ کې، سوداګر او بزګر وايي چې دغه کار هغوی ته زیان رسولی دی.

ځينې سوداګر پاکستان ته د ځمکې له لارې د هېواد د سوداګریزو توکو د لېږد درېدل اندېښمنوونکي بولي او وايي، افغان حکومت د سوداګریزو توکو د صادراتو لپاره د ځمکنیو لارو د خلاصون لپاره هېڅ کار نه دی کړی.

دوی هوايي دهلیزونه د ځمکني صاداراتو بدیل نه بولي او زیاتوي چې، هوايي دهلیزونه نه شي کولی ارزانه سوداګریز توکي ګاونډیو هېوادونو او له هغې ورهاخوا ولېږدوي.

یو له دغو سوداګرو نصیب ګل وايي:«زموږ مېوې کابو دوې میاشتې کېږي چې بسته بندي شوي او اوس د خرابېدو په حال کې دي او په سلګونه تنه بې کاره دي.»

بل سوداګر نجابت حیدري هم څرګندوي:«زما وړاندیز دا دی چې له پاکستان سره ستونزه حل کړي. زموږ ۸۰ سلنه صادرات پاکستان ته دي.»

د صادراتو لپاره د هوايي دهلیزونه پروګرام ۳ کاله مخکې پیل شو او د دغه پروګرام پیلېدل د سوداګرۍ او صنعت وزارت له لاسته راوړنو شمېرل کېږي؛ خو د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، هوايي دهلیزونه باید د هېواد د صادراتو لپاره وروستۍ ټاکنه وي.

د پانګونې او سوداګرۍ خونې غړی خانجان الکوزی وايي:«د هوا له لارې د مېوو او سبزیو صادرات هېڅ ډول اقتصادي نه دي او موږ نه شو کولای په بسندویه توګه مال له دې لارې صادر کړو. د ورځې لږ تر لږه باید دوه تر دوه نیم زره ټنه سبزي او مېوې صادر کړو.»

د هېواد د مېوو فصل له رارسېدو سره سم، د پاکستان لارې د هېواد د سوداګریزو صادراتي توکو پر مخ تړلي پاتې دي او دغه کار د یوې زیاتې اندازې میوې او سبو د خوسا کېدو وېره رامنځته کړې ده.

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، هر کال د هېواد د سوداګریزو توکو ۸۰ سلنه صادرات پاکستان او د دغه هیواد له لارې هند ته لېږدول کېږي.

شریک یي کړئ