د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزیر، ګواښ کوي کهچېرې تر راتلوونکو شپږو میاشتو، د فېسبوک شبکه، په افغانستان کې د خپلو خدمتونو په لړ کې د افغان حکومت کړنلاره په پام کې ونه نیسي، د دغې شبکې فعالیتونه به ودرول شي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي تېره ورځ (شنبې د وري په ۲۴ مه) په یوې خبري ناسته کې وویل چې اوس مهال په هېواد کې له فېسبوک نه ناسمه ګټه اخیستل کېږي او په دې برخه کې د چارو د تنظیم لپاره یې مناسبه کړنلاره جوړه کړې ده.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر شهزادګل اریوبي څرګنده کړه:«موږ فېسبوک ته شپږ میاشتې وخت ورکړی، چې افغانستان کې په خپلو خدمتونو کې زموږ پالیسي په پام کې ونیسي؛ له هغې پرته، افغانستان کې فېسبوک بندېږي.»
خو اریوبي د دې په اړه چې په افغانستان کې له فېسبوک څخه په کومو موردونو کې ناوړه استفاده کېږي، او دا چې دغه وزارت کومه کړنلاره چمتو کړې، څه ونه ویل.
د فېسبوک خواله رسنۍ، افغانستان کې په مېلیونونو کارونکي لري او په دې وروستیو کې د مخابراتي خدمتونو او د حکومت د نورو نیمګړتیاوو په اړه په دغې خواله رسنۍ کې اعتراضونه شوي وو.
په فېسبوک خواله رسنۍ کې یو له اعتراضونو «اترا کجاست؟» دی، چې کارونکو د مخابراتي خدمتونو د ټیټ کیفیت او هغه څه چې د پیسو لوټول او غلا یې بولي اعتراضونه وکړل.
ځينو هېوادوالو، افغانستان کې د دغې خواله رسنۍ د بنېدونو په اړه بېلابېل غبرګونونو څرګند کړل.
د کابل اوسېدونکی وحیدالله په دې اړه وايي:«کهچېرې په دې برخه کې ستونزې کمې شي، ښه به وي. خو کهچېرې حکومت له دې کار سره هغه ستونزې چې خلک یې شریکوي سانسور کړي دا به ښه کار نه وي.»
بل پلو د مخابراتو وزیر وایي چې د مخابراتي شرکتونو د مشتریانو د ستونزو د هواري لپاره یې شل موردونه مشخص کړي دي او که د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره د دغو ستونزو په هواري کې بې وسې وي، دغه وزارت به یو ځل بیا له مخابراتو وزارت سره د مخابراتي خدمتونو د تنظیم د ادارې د یوځای کېدو غوښتنه وکړي.