Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

طالبانو د سلام مخابراتي شرکت خپله پوځي موخه اعلان کړه

طالبانو د یوي اعلامي په خپرولو سره اعلان وکړ چې سلام مخابراتي شرکت له دې وروسته د هغوی لپاره پوځي موخه ده.

دغې ډلې ګواښ کړی چې د دغه شرکت له کارکوونکو او وسایطو سره د یوه استخباراتي شرکت په توګه چلند کېږي.

بلخوا دا خبرپاڼه د حکومت او هېوادوالو له توندو غبرګونو سره مخ شوې ده.

حکومت سلام شرکت ته د طالبانو د ګواښ په غبرګون کې د سلام مخابراتي شرکت د فعالیت پر دوام او د دغه شرکت د کارکوونکو او تاسیساتو پر خوندیتوب ټینګار کوي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر محمد فهیم هاشمي په دې اړه وویل:«د سلام شرکت د افغانستان د خلکو د ملي شرکت په توګه خپلو فعالیتونو ته به دوام ورکړي او هېڅ ډول ګواښ به د دغه شرکت د فعالیتونو مخه ونه‎نیسي. د سلام شرکت د زېربناوو او پرسونل د امنیت د تامین په برخه کې به بیړني اقدامات ترسره شي.»

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي هم وايي:«زموږ اصلي دښمن، زموږ د دغو شرکتونو، زموږ د پرمختګونو، زموږ د ټکنالوژۍ دښمن له بده مرغه طالبان دي. موږ هیله لرو چې امنیتي بنسټونه د دغه شرکت لپاره امنیتي تابیاوې په پام کې ونیسي څو طالبان ونه شي کړای زیان ورسوي.»

طالبانو تازه ګواښ کړی چې سلام مخابراتي شرکت د دې ډلې پوځي موخه ده او د دې شرکت نوري فایبر پرې کوي او د نوموړي شرکت له کارکوونکو او کارونکو سره به هم ورته چلند وکړي.

په هېواد کې ټول مخابراتي او انټرنټي شرکتونه د نوري فایبر په کارولو سره خدمات وړاندې کوي، په لیرې پرتو سیمو کې د مخابراتي شرکتونو یوازې لږ شمېر خدمات د سپوږمکۍ له لارې وړاندې کېږي.

د کابل اوسېدنکی حسیب الله وايي:«له یوې خوا د سولې خبرې اترې روانې دي له بلخوا طالبانو ګواښ کوي، دا واقعاً غلط کار دی.»

د کابل بل اوسېدونکی سید کاظم هم څرګندوي:«په ټولو موخې چې طالبان یې ټاکي، ټول ملکي کسان وژل کېږي او پوځيانو ته زیان نه رسېږي. سلام شرکت هم ملکي هغه دی او د هغه ټول کارکوونکي ملکیان دي. د هغوی په نښه کول د افغانستان خلکو ته له درد او کړاو پرته بله کومه پایله نه‎لري.»

سلام مخابراتي شرکت په ټولو ولایتونو کې فعالیت لري او څه د پاسه دوه اعشاریه څلور مېلیونه کسان یې له خدماتو ګټه پورته کوي.

طالبانو په بېلابېلو ولایتونو کې په خبرداریو او آن د مخابراتي دستګاوو په سوځولو د مخابراتي شرکتونو خدمات په تېره بیا د شپې مهال بند کړي دي.

خو د دې ډلې له خبرداریو سره سره سلام مخابراتي شرکت په دغو سیمو کې شپه او ورځ فعالیت لري. 

طالبانو ګواښ کړی چې د دغه شرکت له کارکوونکو او وسایطو سره د یوه استخباراتي شرکت په توګه چلند کېږي.

شریک یي کړئ