Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له اذربایجان سره د افغانستان سوداګریزې اړیکې پراخې شوي

د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وايي چې له اذربایجان سره د افغانستان سوداګریزې او ټرانزیټي اړیکې پراخې شوي دي او دا له افغانستان سره مرسته کوي ترڅو له دغې لارې څخه په ګټنې اخیستو سره، خپل سوداګریز توکي اروپايي هېوادونو ته صادر کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام پسرلی وايي چې دم‎ګړۍ، د افغانستان او اذربایجان د سوداګرۍ راکړې ورکړې حجم په کابل کې کابو ۱۴ مېلیونه ډالره دی او دا رقم د زیاتېدو په حال کې دی.

هغه زیاته کړه:«د اذربایجان له ستراتېژیک موقعیت څخه استفاده کوو او خپل توکي له اذربایجان څخه ټرانزيټ او نورو هېوادونو ته یې استوو.»

د دې سربېره چې د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان ټینګار کوي چې حکومت باید داشان ډېرې هڅې وکړي ترڅو د افغان سوداګرو پر مخ نورې ټرانزېټي لارې هم پرانیزې. هغوی همدارنګه زیاتوي چې د ګاونډیو او منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د افغانستان د سوداګیزو او ټرانزيټي اړیکو د سم مدیریت لپاره باید روښانه تګلارې په لاس کې ونیول شوي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالواسع حیدري په دې اړه څرګنده کړه:«له دې وړاندې کله چې یو هېواد له یو بل هېواد سره خپلې راکړې ورکړې پيل وي باید سټراتېژیکه مطالعه وکړي.»

افغانستان له اذربایجان څخه ماشین الات، نفتي توکي او اوسپنه وارتوي. په مقابل کې له افغانستان څخه دغه هېواد ته صادرات کم ښودل شوي دي.

شریک یي کړئ