Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له افغانستان سره د اسیا پراختیايي بانک ۲۲۳ مېلیون ډالري مرسته

د اسیا پراختیايي بانک چارواکو ویلي چې دغه بانک تر راتلونکو پنځو کلونو، هر کال له افغانستان سره ۲۲۳ مېلیون ډالره مرسته کوي.

د اسیا پراختیايي بانک مشر سم ویل تومیوا وايي چې د دغه پراخیتايي بانک تمرکز، تر ډېره په افغانستان کې د کرنې، برېښنا، بیخ بنسټونو او طبیعي سرچینو په برخو کې دی او له دغو پروګرامونو څخه د دغه بانک موخه د خلکو د ښه ژوند د برابرولو لپاره فرصت او د ښې‎ حکومتوالۍ په برخه کې د حکومت د وړتیا لوړل دي.

هغه وايي چې په افغانستان کې له خصوصي برخې څخه هم ملاتړ کوي؛ ځکه چې خصوصي برخه په هېواد کې د اقتصادي ودې لپاره زمینه برابره وي.

سم ویل ټومیوا په دې اړه زیاته کړه:«موږ به له افغانستان سره په درې برخو کې کار وکړو؛ یعنې د بیخ بنسټونو، برېښنا، کرنې او طبیعي سرچینونو او ټرانسپورټ په برخو کې به خپلو مرستو ته دوام ورکړو.»  

په همدې حال کې د اقتصادي چارو ځينې کارپوهان وايي چې حکومت باید له دغو مرستو په سمه توګه استفاده وکړي.

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سید مسعود وویل:«یوه له بنسټیزو خبرو مدیریت دی! تاسې پوهېږئ چې مالي، انساني، فېزیکي او مالوماتي سرچینې مدیریتي دندو ته په پام سره پلان جوړونه، مشري او کنټرول دی، موږ کولای شو موخې ته ورسېږو.»

د اسیا پراختیايي بانک د افغانستان لپاره یو له سترو مرسته کوونکو څخه دی او ټاکل شوې ده چې په راتلونکي زیږدیز کال کې هم په هېواد کې ستر پراختیايي پروګرامونه تمویل کړي.

شریک یي کړئ