Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له افغانستان سره د پاکستان پولو تړل

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت یو لیک چې په کابل کې د پاکستان سفارت هم تایید کړی دی، له افغانستان سره  د تورخم،  سپین بولدک او غلام خان بندر په دریو ځایونو کې ددغه هېواد د رسمی  لارو د تړل کېدو خبر ورکوي.

 د پاکستان سفارت منلې ده چې د څوارلسو ورځو لپاره به د افغانستان او پاکستان تر منځ  لارې د توکو د لېږد رالېږد او د مسافرو د تګ راتګ پر وړاندې  وتړل شي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال، یونس مهمند په دې اړه بیانوي:« ټوله دنیا کې ټرانزیت نه دی بند شوی، لومړی هېواد چې زموږ ګاونډی دی، ستونزې پېښوي.»

یو شمېر سوداګرو ایي چې افغان حکومت او خصوصي برخه باید د هېواد د اړتیاوو د پوره کولو لپاره د پاکستان پر بدیلو لارو کار وکړي.
 
سوداګر، محمد محسن امیري په دې اړه وايي:« ډېر د اندېښنې وړ نه ده، موږ نور بنادر لرو چې ۲۴ ساعته پرانیستې دي، او لویدیځ ګاونډي، بندی عباس او چابهار بندر لارې دي.»

د ولسي جرګې غړی، رمضان بشردوست زیاتوي:«کله چې موږ وارداتي ووسو او ټول شیان مو وارداتي وي، نو موږ ګاونډیو هېوادونو پورې تړلي یوو.»

که څه هم له پاکستان سره  بیلابیلې سوداګریزې او ټرانزیټي ستونزې ددې لامل شوي دی چې په وروستیو کلونو کې له دغه هېواد سره د سوداګرۍ کچه نیمایي ته راکمه شي. خو سره له دې هم اوسمهال له دغه هېواد نه سوداګریز او ټرانزیټي توکي هېواد ته واردیږي . یو شمېر سوداګر وایي چې د دواړو هېوادونو تر منځ د لارو به تړل کېدو سره به تر ټولو ډیر زیان پاکستان ته واوړي.

saffran

شریک یي کړئ