Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ترکمنستان څخه هېواد ته ۹۰ زره ټنه ناقانونه نفتو وارد شوي

د غازو او نفتو د واردونکو ټولنې د چهارشنبې ورځې په غوڼده کې ادعا وکړه چې په تېرو شپږو میاشتو کېو، ۹۰ زره ټُنه نفت په ناقانونه توګه، له ترکمنستان نه افغانستان ته وارد شوي دي.

دغه ټولنه وايي چې، له ایران څخه هم په تېرو شپږو میاشتو کې، د یو زرو ۶۰۰ مېلیونو ډالرو په ارزښت نفت افغانستان ته وارد شوي.

دا ټولنه زیاتوي، چې افغانستان ته د نفتو قاچاق، د اندېښنې خبره ده او په دې کار کې ځینې دولتي چارواکي هم ښکېل دي.

د غازو او نفتو د واردونکو ټولنې رییس اذرخش حافظي په دې اړه وویل:«داسې شواهد شته. هغه مامور چې په ګمرکونو کې ګمارل شوی د یوه چارواکي له خوا ګمارل شوی او کله چې له هغه څخه شکایت هم وشي هغه نه ګوښه کېږي بلکې په پوه لوړ ځای کې ګمارل کېږي.»

هغه زیاته کړه:«د ایران له پولې ایراني چارواکي وايي چې په ۱۳۹۶ کال کې ۲ زره او ۵۷۲ مېلیونه ډالره افغانستان ته راغلي یعنې افغانستان ته یې صادرات لرلي خو د هغه یو زرو ۶۰۰ مېلیونه ډالره په رسمي توګه رسېدلي او پاتې یې ورک شوي.»

د نفتي توکو د واردونکو ټولنې په خبره په تېرو شپږو میاشتو کې له ایران څخه افغانستان ته  د ۲ زره ۵۷۲ مېلیون ډالرو په ارزښت نفتي توکي را وارد شوي چې یوازې یو زره ۶۰۰ مېلیونه ډالره يې ثبت او محصول شوي دي.

د نفتو واردونکی عبدالهادي نجرابي په دې اړه وویل:«پټرول تېل ډېر پلور لري د بېلګې په توګه د تېرو شپږو میاشتو په لړ کې له ترکمنستان څخه یو لک ټنه تېل افغانستان ته راغلي دي، خو که‎چېرې څېړنه وشي ۹۰ زره ټنه یې نادرکه شوي او ښايي یوازې ۱۰ زره ټنه یې افغانستان ته رسېدلي وي.»

خو د سوداګرۍ او صنایعو وزارت چارواکي دغه اد عا نه مني.

د سوداګرۍ او صنایع وزارت ویاند مسافر قوقندي په دې اړه وايي:«دغه ټولنه که‎چېرې اندېښنه لري سند دې وړاندې کړي چې موږ یې وڅېړو.»

دغه ټولنه د حکومت له مشرانو غواړي هېواد ته د ناقانونه نفتي توکو د واردېدو مخه ونیسي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه