د هېواد ځينې حقوق پوهان د ولسمشر د دویم مرستیال او سترې محکمې د رییس له لاسلیک سره له مرکزي بانکه مالیې وزارت ته د ۱۵ مېلیارده افغانیو لېږد د اساسي قانون پر خلاف کړنه ګڼي.
د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسیون مخکنی رییس وايي چې د حکومت د دغو دوو لوړپوړو چارواکو له دغه کاره هیښ شوي دي.
له افغانستان بانکه مالیې وزارت ته د یوه نارسمي لیک له مخې چې یوازې د ولسمشر د دویم مرستیال او د سترې محکمې د رییس لاسلیک پکې لیدل کېږي؛ د ۱۵مېلیارده افغانیو د لېږد د رپوټونو له خپرېدو وروسته یو شمېر حقوق پوهان د حکومت د چارواکو دا کار د اساسي قانون پر خلاف ګڼي. دوی وايي چې ان ولسمشر د دغه کار حق نه لري.
د اساسي قانون پر پلې کېدو د څار د کمېسیون مخکنی رییس ګل رحمن قاضي په دې اړه څرګندوي:«د کوم پروسیجر پر بنسټ دوی ځان ته حق ورکړی چې د یوه حقوق پوه په توګه په دې کې لاسلیک کړي. یوازې یوه توجیه له ماسره ده لکه څرنګه چې د یوسف اغا تخلص حلیم دی، له هغه حلیم والي څخه یې استفاده شوې ده.»
د ولسي جرګې غړی ظل محمد زلمی هم وايي:«څو ورځې مخکې دوی د افغانستان بانکه ۱۵ مېلیارده افغانۍ وړي دي، چې هغه نه د ولسمشر واک دی او نه هم د سترې محکمې واک دی او نه هم د بل چا واک دی، هغه یوازې د ملي شورا واک دی.»
تر دې وړاندې سرچینو طلوع نیوز ته ویلي دي چې له افغانستان بانکه د ۱۵ مېلیارده افغانیو د لېږد څرنګوالی په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د مالیې د وزیر له لوري مطرح شو او دافغانستان بانک سرپرست واحدالله نوشیر له ولسمشر نه وغوښتل چې په دې تړاو یو حکم صادر کړي؛ خو ولسمشر غني د بانک پر رییس غوسه شو او د سترې محکمې رییس او خپل دویم مرستیال سرور دانش ته یې لارښوونه وکړه څو په یوه نارسمي لیک کې د دغو پیسو د لېږد د قانوني والي په تړاو خپل رسمي نظر ولیکي.
له افغانستان بانکه مالیې وزرات ته د ۱۵ مېلیارده افغانیو لېږد هغه هم په دغه بانک کې د حسابونو ترتصفیې مخکې د دغه بانک د شتمنېو د پټېدو په تړاو اندېښنې رامنځته کړې دي.
د اقتصادي برخې یو کار پوه دغه کار په کوردننه او بهر د افغانستان بانک د اعتبار لپاره له زیانه ډک بولي. دوی وايي چې په دې برخه کې د افغانستان بانک مسوولان هم ګرم دي.
د اقتصادي چارو کارپوه رومل اتل وویل:«هم د افغانستان بانک او هم اړوندې ادارې چې دي باید مخنیوی وکړي او د څار کمېټه وټاکل شي، چې څېړنه وشي دوی په کومو دلایلو باندې دغه پیسې مالیې وزارت ته ورکړي.»
د مالیې وزارت ویاند شمروزخان مسجدي هم څرګنده کړه:«هغه موردونه چې ګواکې دغه پیسې دا چې د مالیې وزارت ناتواني وي جمع شوي دي، په بشپړه توګه ناسم دي او په هېڅ ډول موږ دا نه منو.»
د افغانستان بانک بیا هم په دې تړاو خبرو ته حاضر نه دی.
په دې اړه مو اندونه