Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له کراچۍ بندره تر چمن سیمې د اورګاډي پټلۍ پرانیستل شوه

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د اورګاډي لومړۍ پټلۍ چې په انحصاري توګه به د افغانستان ټرانزیټي سوداګریز توکي د پاکستان له کراچۍ څخه د چمن سیمې ته ولیږدوي، نن (یک شنبې د کب په ۴مه نېټه) پرانیستل شوه.

د پاکستان د اورګاډي پټلۍ ادارې مشر، حبیب الرحمن ګېلاني د کراچۍ – چمن اورګاډي پټلۍ پرانیستنې پرمهال وویل چې له دغه هېواد سره د پاکستان هوکړې له مخې به پر دې لار له پنځو تر اوو اورګاډي تګ راتګ وکړي او د میاشتې به نږدې ۵۰۰ټنه توکي له کراچۍ څخه چمن او له چمنه کراچۍ ته ولېږدول شي.

نېشن پاکستان ورځپاڼې راپور ورکړی دی چې د اورګاډي پټلۍ کار پیل سره به افغان سوداګر وکولی شي په اسانۍ سره خپل توکي له کراچۍ، چمن او له هغه ځایه کندهار ته ولېږدوي.

په لومړي ګام کې د افغانستان ۳۵ کانټینره سوداګریز توکي له کراچۍ بندره چمن ته راولېږدول شول.

د دغې اورګانډي پټلۍ له لارې به د ۴۸ ساعتونو په ترڅ کې له کراچۍ بندره چمن ته توکي انتقالېږي.

مخکې له دې افغان سوداګرو خپل توکي د موټر په مرسته چمن ته را انتقالول.

د راپورنو له مخې پاکستان غوښتل دغه پټلۍ په ۲۰۱۷ زیږدیز کال کې پرانیزي، خو د امنیتي اندېښنو له کبله وځنډول شو.

د دغې اورګانډي پټلۍ له لارې به د ۴۸ ساعتونو په ترڅ کې له کراچۍ بندره چمن ته توکي انتقالیږي

شریک یي کړئ