Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له ګاونډیو هېوادونو سره د ټرانسپورټي هوکړو لپاره هڅې

د ترانسپورت وزارت وایي، داسې مسودې یې برابرې کړي، چې له مخې به یې ګاونډیو او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د لېږد رالېږد د برخې پر زیاتوالي هوکړه کوي.

د ترانسپورت وزارت سرپرست حمید الله طهماسي څرګندوي، چې له ګاونډیو هېوادونو سره د ټرانسپورټي هوکړې د نشتوالي له امله، تر اوسه باروړونکي موټرې ستونزې لري.

د ترانسپورټ وزارت سرپرست وايي، د سوداګریزو اړیکو پراختیا او له ګاونډیوهېوادونو سره د افغانستان په سړکونو لېږد رالېږد په موخه دغه وزارت له اړوندو هېوادونو سره مسودې او هوکړې رامنځته کوي.

هغه وايي، د دغو هوکړو له لاسلیک وروسته به له یادو هېوادونو سره له افغانستان څخه د ځمکې له لارې لېږ رالېږد پيل شي.

ښاغلي طهماسي په دې اړه څرګنده کړه:«له بده‎مرغه له ګاونډیو هېوادونو سره  زموږ ټولې ټرانسپورټي اړیکې د شاید او باید په بڼه هوکړې شته چې موږ د باروړونکو او مسافر وړونکو موټرو پرمخ لاره لومړی د ګاونډیو هېوادونو سره پرانیزو.»

په همدې حال کې یو شمېر اقتصاد پوهان وايي، چې ټرانسپورټ د حکومت یو له زیاتو عواید لرونکو برخو څخه دی او په دې برخه کې باید ډېر سمون رامنځته شي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالواسع حیدري وايي:«که‎چېرې دولت روڼتیا رامنځته کړي، ځواب وینه او مسوولیت منل شته وي، له شک څخه پرته هر څوک چې په دواطلبانه توګه خپله قانوني مسله ترسره کوي.»

د ټرانسپورټ وزارت د چارواکو په خبره، په تېره یوه میاشت کې د کابل له څلورو دروازو په راغونډو شویو عوایدو کې مېلیونه افغانۍ زیاتوالی راغلی دی.

دوی وايي تر راتلونکو دوه کلونو کې به په هېواد کې د عوایدو راټولو په موخه به برېښنايي دروازې جوړې کړي.

حمید الله طهماسي زیاتوي، چې د عواید راغونډولو په برخه کې د روڼتیا په موخه؛  پر ټرانسپورټي محصول پاڼو ځانګړې نښې لګول کېږي.

شریک یي کړئ