Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مخابراتو د مالیاتو د راغونډولو سیستم تر څلور میاشتو به رامنځته شي

په هېواد کې د مخابراتو برخه کې، څه باندې اته سوه مېلیون ډالر پانګونه شوې ده. د مخابراتو وزارت سرپرست وایي، تر دې وروسته، خصوصي برخه کولای پر نوري فایبر پانګونه وکړي.

سرپرست وزیر زیاتوي، چې تر اوسه ۲۵ ولایتونه نوري فایبر سره وصل شوي دي او سږکال به ۹ نور ولایتونه هم نوري فایبر سره وصل شي.

له دې سره چارواکي وایي، تر څلورو میاشتو به  مخابراتي خدمتونو د لس سلنه محصول د ګرځېدو، سیسټم هم جوړ شي.

د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت سرپرست وايي، د هیواد په ۲۵ ولایتونو کې يې دزر کیلومتر په اوږدوالي د فایبري نوري شبکې لین غځولی او سږکال د ۹ نورو ولایتونو د نښلولو شبکې کار پيلېږي.

دی وایي، تراوسه هیواد کې  ۲۰ زره سیم دار تلفونونه يي هم ویشلي دي.

نوموړی دغه راز، زیاتوي، هیواد کې د فایبر نوري شبکې نښلو ولوسره به ددې خدمتونو له امله انټرنیټي خدمتونه پياوړي شي.

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت سرپرست وايي، د کمو کارونو له امله لاهم د مخابراتو لس سلنې محصولاتو راټولو په موخه سیستم نه دی جوړ شوی.

خو زیاتوي اوس مهال نوې طرحې په جوړیدو سره ددغه سیستم د اړتیا وړ ټول وسایل پيرل کیږي.

د دغه وزارت سرپرست په وینا اوس مهال په هیواد کې د مخابراتو لس سلنې محصول راټولو سیستم نشته.

په همدې حال کې د مخابراتي تنظیم د خدمتونو اداري یا اترا رییس وایي، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې هڅې کوي د هیواد ۵۰ سلنه وګړي د انټر نیټ له خدمتونو ګټه واخلي او اوس مهال هیواد کې پنځه میلیونه وګړي له انټر نیټي خدمتونو ګټه اخلي.

هغه زیاته کړه چې په دې ډله کې يې دری میلیونه وګړي له ۳ جي خدمتونو ګټه اخلي.

د مخابراتو او مالوماتي ټکنالوژۍ وزارت د سرپرست په وینا په ۱۳۹۰ لمریز کال دغه بنسټ ۱۴ میلیارده افغانۍ عواید لرل خو سږکال تر دې دمه له ۸ میلیارد افغانیو ډیر عواید يې راټول کړي دي.

شریک یي کړئ