Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مخ پر ودې هېوادونو کې د پانګونې لپاره د اسیا پراختیايي بانک هڅونه

د اسیا پراختیايي بانک، مخ پر ودې هېوادونو کې د زېربناوو جوړونې لپاره د پانګونې هڅونه پیل کړې.

د اسیا د پراختیايي بانک مسوولین په مانیلا ښار کې د دغه بانک په مرکزي دفتر کې د اسیا په بنسټیزو پروژو کې د دولت او خصوصي څانګې ګډه پانګونه ګټوره بولي.

په دې لړ کې فلېپين د حکومت او خصوصي څانګې د ګډې پانګونې د تګلارې د عملي کولو لپاره یو مخکښ هېواد وبلل شو.

په فلېپین کې د اسیا پراختیايي بانک مشر کیلي بیرد په دې اړه څرګنده کړه:« په بنسټیزو پروژو کې د خصوصي برخې ونډه د دغو پروژو د تمویل یوه لاره ده چې په دې کار سره دوی ژر عمل کوي او له بلې خوا د دې پروژو د کار کیفیت ډېر ګټور کېدای شي.»

د نوموړي هېواد حکومت په تېرو شپږو کلونو کې توانېدلی د ګډو خصوصي او دولتي پروژو د مدیریت لپاره د یوه لوی مرکز په جوړولو له خصوصي برخې سره د مېلیاردونو ډالرو په ارزښت شپاړس لویې پروژې پیل کړي.

په فلېپين کې د عامه او خصوصي څانګو د ګډې پانګونې د مدیریت مرکز رییس فورډي نانډي په دې اړه وویل:« هغه قانون چې موږ د برېښنا د تولید لپاره جوړ کړی په دې توګه دی چې د عامه او خصوصي څانګې د پروژو په بهیر کې واک له خصوصي برخې سره دی خو دولت هم په‎کې ونډه لري او دا کار پر حکومت د خصوصي څانګې باور زیاتوي.»

په دغه ناسته کې د عامه او خصوصي پروژو د مدیریت لپاره د حکومت تګلاره د خصوصي پانګونکو هڅول او د دغو شرکتونو لپاره د اسانتیاوو برابرول دي.

د اسیا پراختیايي بانک مسوولین وایي د افغانستان په څېر هېواد کې د دولت او خصوصي سکټور ترمنځ د ګډې پانګونې تګلاره مهمه ده.

شریک یي کړئ