Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مرکزي‎بانک: یوازې د بهرنیو پیسو چلند مخه نشو نیولی

د افغانستان بانک مرکزي بانک چارواکو تېره ورځ (شنبې د کب۱۹مه) وویل چې دوی په یواځي ډول نه شي کولی چې په هېواد کې د پاکستاني کلدارو او ایراني تومنو د چلښت مخه ونیسي.

دافغانستان بانک مرسیتال که څه هم چې د بهرنیو اثارو په ځانګړي توګه د کلدارو له چلښت نه اندیښمن دی او وایي دغه بانک نه شي کولی په یوازې توګه د دغه کار مخه ونیسي.

که څه هم د افغانستان بانک  چارواکي په هېواد کې د صرافانو پر کره شمېر نه پوهیږي، خو وایي چې تر اوسه له دغه بانک سره یو زرو ۸۰۰ صرافۍ ثبت شوي دي.

د مرکزي بانک د جواز ورکړې مسوؤل، عبدالوحید وايي:«ټول صرافان په هېواد کې سږ کال ۱۸۱۰ دې او په ټولیزه توګه د پیسو خدمتونو اسانتیاو چمتو کوونکي یا په عام ډول حواله‎داريو شمېر ۱۰۹۰ ته رسیږي.»

که څه هم د افغانستان بانک وایي چې دغه شرکتونه جوازونو په اخیستو سره نه شي کولی د خلکو امانتونه وساتي او یا هم خلکو ته پور ورکړي، خو د پېسو د خدمتونو او صرافۍ د دغو شرکتونو مسوولین چې اوس اوس یې د کار جواز اخیستی دی په هېواد کې به پېسو د خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې خپل کارو بار پراخ کړي.

د مالي خدمتونو او البشیر صرافۍ رئیس، محمد بشیر وايي:«به راتلونکې کال کې به زموږ څانګې له پنځوسو ډېرې شي تر څو هېوادوال مو د افغانستان په هرګوډ کې مالي خدمتونو ته لاس رسی ولري.»

د اکسچینج شرکت رئیس، جارالله منصوري زیاتوي:«په اوسني نړۍ کې مالي خدمتونه دیجیتالي او کامپیوتري شوي دي. باید ګران افغانستان کې هم همداسي ووسي.»

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بانک وايي چې د هېواد د پېسو د نظام د ښه والي لپاره هڅه کوي په هېواد کې د صرافانو کارو بار قانوني کړي او په دې کار سره به  د صرافانو او د پېسو د خدمتونو پر شرکتونو جدي څارنه ولري.

په هېواد کې د مالي خدمتونو دوه شرکتونو او صرافي د افغانستان بانک نه د کار جوازونه ترلاسه کړل او خپلې چارې یې پيل کړې

شریک یي کړئ