په دې وروستیو کې ننګرهار ولایت کې د ځمکنیو توتاتونو کرکېلې دود سره د یاد ولایت د کرنې زیاست وايي چې پر کابو ۵۰ جریبه ځمکه دغه کرنیز توکی کرل شوی دی.
په همدې حال کې ، سږ کال کروندګر خوشاله دي او وايي چې سږ کال یې حاصلات زیات شوي دي.
همداراز ننګرهار کې بزګران وايی سږکال د ځمکني توتو حصلات د تېرو کالونو پرتله څو برابره زیات شوي دي.
دو زیاتوي حکومت دې د بازار موندلو ترڅنک د ځمکني توت د ساتلو لپاره سړې خونې ورته جوړه کړي.
کروندګر، عبدالرحمان زیاتوي:«زما خپله دا شپاړسم کال دی چې ځمکني توتان کرمه ، ددې مارکیټ برابر دی او زامینه هم ورته برابره ده مخکې به یې زیاتې پیسې نه کولې اوس چې مارکیټ ته ورسوو یو قوتی به سل افغانۍ خرڅوو او تولید هم ښه دی.»
بزګران وايي د ګرهڼې اوبو لکولو او مالدارۍ ریاست دې د ځمکني توتانو د کرکیلې ښه والي، عصري ماشین الاتو ترڅنک ترلاسه شوي حصلات دې په سمه توکه بسته بندي شي او بازار ته دې په ښه معیاري توګه وړاندې شي ترڅو ښه ګټه وشي.
بل بزګر، رحت الله څرګندوي:«رومیانو ورته پوټي په ځمکه کې کښت کوو ، هغه تاکونه یو یو ځمکه کې خښوو ، دا بیا یو کال بعد فصل ورکوي . په لومړي کال کې فصل نه ورکوي بیا وروسته په دوهم کال کې فصل ورکوي.»
همداراز بل بزګر، نور حمان زیاتوي:«ځمکني توتان چې دي دا یوه نرمه مېوه ده، نړیوال بازار ورته جوړ شي، سړې خونې ورته جوړ شي، معیاري پیکینګ ورته برابر شي، بیا دا پرمختک کولای شی ښه بازار ورته پیدا کیږي د دهقنانو کټه به زیاته شي .»
په ورته مهال د ننګرهار د کرهڼې، اوبو لکولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي د څو کالو راهسې په په دغه ولایت کې په ازمیښتي ډول د ځمکني توتانو کرکیله پیل شوي ده دوي زیاتوي په ننګرهار ځمکني توتانو کښت ښه نتجه ورکړې ده .
ننګرهار د کرهڼې ، اوبو لکولو او مالدارۍ ریاست رییس، انعام الله ساپی په دې اړه بیانوي:« له دې کښت څخه دهقانان خوشحال دي ، د ځمکې سره توفق کړی دی مارکیټ کې تقضا لوړه ده ډیر ښه نرخ باندې خرڅیږي زمونږ نظر دادی راتلوونکو کالونو کې د ازمیټښتي پړاو څخه وځو او تجاراتي بڼې په شان مخکې ځوو.»
د ننګرهار د کرهڼې، اوبو لکولو او مالدارۍ ریاست د شمېرو له مخې کروندګرو په دغه ولایت کې په پنځوس جریبه ځمکه کې ځمکني توتان کرلي دي چې کال په تېریدو سره د بزګرانو علاقه دغه کښت سره مخ به زیاتیدو ده.