Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

نهان: د نادري د استعفاء دلیل د پروژو له لاسه نه ورکول وو

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې نرګس نهان د سې‎شنبې په ورځ (د چنګاښ په ۲۶ مه) د ښار او کور جوړولو پخواني وزیر سید سعادت منصور نادري د استعفاء دلیل د بدخشان د طلا او د سرپل د بلخاب د مسو د کانونو پروژو د له لاسه نه ورکول بللي دي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرسته وايي د بدخشان د سرو زرو او د بلخاب د مسو کان راایستل چې افغان ګولډمنرالز شرکت ته سپارل شوي وو درې کاله د قانوني ستونزو له امله ځنډول شوی وو، ځکه دا شرکت د ښار جوړولو د پخواني وزیر سید سعادت منصور نادري دی او د قانون له مخې حکومتي چارواکي نه شي کولای په یو وخت د دولت قراردادي وي او پروژه واخلي.

د کانونو وزارت سرپرسته وايي د ښاغلي نادري په استعفا سره د ګټو د تضاد حقوقي ستونزه هواره شوې او ټاکل شوې د دغو کانونو د کیندنې کار د افغان ګولډ منرالز شرکت لخوا له لازمو څېړنو وروسته پيل شي.

د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرسته نرګس نهان وویل:«د ګټو د تضاد موضوع وه، هغوی په خپله ویلي، چې غوره ګڼي له حکومته استعفاء ورکړي او نه غواړي هغه چانس چې زموږ شرکت یې لري له لاسه ورکړي، نه یوازې سادات نادري د ښار جوړولو له وزارت څخه استعفاء وکړه، د هغوی پلار هم له پارلمان څخه استعفاء وکړه.»

که څه هم د کانونو وزارت سرپرسته ټینګار کوي چې د بدخشان د سروزرو او د بلخاب د مسو پروژې د حقوقي ستونزو له امله ځنډول شوې وې خو د کانونو د برخې کارپوهان وايي دا پروژې لغوه شوې وې.

د کانونو د حقوقي برخې کارپوه سید زمان هاشمي په دې اړه څرګنده کړه:«کله چې ټاکل شوې وه ښاغلی نادري په کابینه کې شامل شي، دا پروژې لغوه شوې نن له درې کلونو وروسته ویل کېږي چې د ګټو د همدغه تضاد له امله ښاغلی نادري استعفاء ورکوي او شونې ده چې بیاځلې دغه پروژې ژوندۍ شي.»

د دغو کارپوهانو په باور د دې پروژو په درې کاله مراحلو په کچ کولو د امریکا د دفاع وزارت مېلیونونه ډالره مرستې لګول شوې او ګټې اخیستو ته د دغو پروژو په درې کلن ځنډ سره مېلیونونه ډالر نور افغانستان ته زیان رسېدلی دی.

په دې اړه د سید سعادت منصور نادري د نظر په ترلاسه کولو بریالي نه شوو. ښاغلي نادري د خپلې استعفا لامل ناروغي بللې ده.

با استعفای نادری مشکل حقوقی تضاد منافع حل شده است و کار استخراج این معادن پس از بررسی‌های لازم از سوی شرکت، آغاز شود. 

شریک یي کړئ